1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

پر ټاکنو کمېسيون د بريد مسئوليت داعش منلی دی

۱۳۹۷ آبان ۷, دوشنبه

په کابل کي د ټاکنو کمېسيون پر کارکوونکو په ځانمرگي بريد کي يو کس وژل سوی او ۶ نور ټپيان سوي دي.

https://p.dw.com/p/37I14
Karte Afghanistan Provinz Kabul Englisch
انځور: DW

په کابل کي د ټاکنو کمېسيون پر کارکوونکو په ځانمرگي بريد کي يو کس وژل سوی او ۶ نور ټپيان سوي دي.

بريدگر د ټاکنو کمېسيون مرکزي دفتر ته نژدې د دوشنبې په ورځ ځان الوزولی دی. د کابل د پوليسو وياند ويلي دي چي په دغه چاودنه کي يو کس وژل سوی دی او د ياد کمېسيون د څلورو کارکوونکو په گډون دوه پوليس ټپيان سوي دي.

د دغه بريد مسئوليت ترهگري ډلي داعش منلی دئ.

په افغانستان کي تر پارلماني ټاکنو وروسته اوس د رايو صندوقونه کابل ته انتقاليږي.

د ټاکنو پر مهال سخت خونړي بريدونه هم وسول چي په لسونو انسانان پکښې مړه او دغه شان په لسونو نور ټپيان سول.

وسله والو طالبانو ټاکني تحريم کړي وې او گواښ ئې کړی وو، چي که څوک په دغه بروسه کي برخه واخلي بريدونه به پر وکړي.