1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر خطرناکې لار ايټاليا ته د رسيدلې افغانې کورنۍ د سفر کيسه

۱۴۰۰ آذر ۱, دوشنبه

کله چې طالبانو د اګست په میاشت کې کابل ونیوه، ذکيه د شپږو میاشتو حامله وه. هغه د پوهنتون د لومړي کال محصله وه او خاوند يې حامد د يوه اوديتر په توګه کار کاوه. هغې د ایران او ترکيې له لارې ايټالیا ته د خپل سفر کيسه کړې ده.

https://p.dw.com/p/43Kzq
Indonesien Rohinga Flüchtlinge landen in Aceh
انځور: Reuters/Antara Foto/Rahmad

ذکيه او حامد واک ته د طالبانو تر رسیدلو وروسته د خپلو پنځو خپلوانو سره تصمیم ونیوه چې له افغانستانه ايران ته ولاړ او بیا له هغه ځايه ترکيه ځانونه ورسوي. دوی روانه میاشت د مدیترانې سمندرګي له لارې په کښتۍ کې له نورو مهاجرو سره د اروپا پر لور وخوځيدل چې د څو ورځو سختو سفرونو وروسته په پای کې د ايټاليا سويلي سیمې کالابریا ته ورسيدل.

دوي د اروپا پر لور پر يوې داسې سمندري لارې سفر کړی دی چې ډېره مشهوره نه ده. د اشوشتید پریس په حواله دغه افغان کورنۍ د سفر پر مهال په سمندر کې د څکلو اوبو له کمښت څخه مخ شوي خو انتخاب شوې لاره يې سبب شوه چې وژغورل شي. دا هغه لار ده چې تر ډيره شتمن افغان، عراقي، ایراني او کردي مهاجر پرې له ترکيې اروپا پر لور قاچاقي سفرونه کوي.

قيمتي قاچاقبران

دغه آژانس زیاتوي چې ټولې هغه کورنۍ چې له ترکيې څخه پر دغې لارې سفر کوي، قاچاقبرانو ته ډير مقدار پیسې ورکوي. پر دغې لار د مهاجرو د انتقال له پاره له نوو او يا له ډیر لږ استعمال شوې کښتيو څخه کار اخیستل کيږي چې کولای شي په ډیرې اسانۍ د چارواکو له پيژندنۍ او کشف څخه هم مخنيوی وکړي.

حامد او ذکيه د سل تنو نورو مهاجرو سره يوه اوونۍ په کښتۍ کې ول په داسې حال کې چې د خوراکي موادو کمښت هم موجود وو.

ذکيه وايي چې دوه ورځې يې د څښاک تازه اوبه نه درلودو له همدې کبله داسې احساس کاوه چې د اوبو د نه شتون له کبله يې نور په ګيډه کې ماشوم حرکت نه کوي. 

«د ژوند تر ټولو سخته تجربه»

د هغې خاوند حامد په دې اړه وويل: «دا زما په ژوند کې تر ټولو سخته تجربه وه.» دغه کورنۍ د نوامبر په لسمه کالابریا ته رسيدلي دي. هغوی دغه خبرې داسې وخت چې د بدن د ښکلا په يوه ايټالوي کلب کې د کرونا او قرنطين پروسې له پاره په انتظار کې ول، وکړې.

حامد وايي چې قاچاقبرانو په لومړيو څلورو ورځو کې د هغوی له پاره د څښاک ډيرې اوبه راوړې وې، خو تر هغه وروسته په وروستيو دوو نورو ورځو کې يې اوبه خلاصې شوي او ټول مسافر اړ ول چې د سمندر له تروو اوبو استفاده وکړي. هغه وايي چې دوی په اوبو کې بوره ګډوله او بیا يې څښکلې.

رپوټ زياتوي چې په ۲۰۲۱م کال کې له ترکيې څخه د کالابریا له لارې مهاجرتونه نژدې ۴ برابره ډير شوي دي. د نومبر تر ۱۴مې يعنې یوه اوونۍ مخکې پورې له دې لارې ايټاليا ته ۹۶۸۷ تنه مهاجر رسيدلي په داسې حال کې چې تير کال دغه شمیر ۲۵۰۷ وو.

د مهاجرو په شمیر کې ۴ برابره ډيروالی

تحقیق کونکي وايي دغه کښتۍ چې له ترکيې څخه حرکت کوي چلوونکي یې قاچاقبران وي چې اغلب دغه قاچاقبران اوکرايني دي. پر وينا يې کیدای شي دغه افراد په ترکيه کې له ځینو کړيو او دغه راز د ايټاليا له ساحلي قبیلو سره روابط ولري.

رپوټ زیاتوي چې ايټالوي پولیسو تر اوسه ګڼ شمیر اوکرايني قاچاقبران نيولي دي. يوه ايټالوي څارنوال، جیوانی بمبارډیري وويل دغه ډلې لوی جرمونه ترسره کړي او چارواکي مجبوره دي چې د هغوی د نیولو په موخه د انفرادي کښتيو ورهاخو هم خپلې هڅې او لټون ډير کړو تر څو د مهاجرتونو د ډيريدو دلایل پيدا کړو.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنري چې په سیمه کې د مهاجرتونو وضعیت له نژدې څاري وايي چې د کالابریا له لارې د رسيدونکو مهاجرو بهير په هغه اندازه چټک شوی دی څرنګه چې د سيسيل په بندر کې دی. سيسيل په مديترانې کې د ايټاليا تر ټولو لوی ټاپو دی. سږکال په مجموعي توګه ۵۹ زره مهاجر د سمندري لارو ايټالیا ته رسيدلي دي.

د بالغو افرادو او ماشومانو په سر پیسې

اسوشتيد پریس وايي چې حامد، ذکيې، د حامد خور، خاوند او درو ماشومانو يې په ترکيه کې قاچاقبرانو ته د هر بالغ شخص په سر ۸۵۰۰ يورو (۹۶۰۰ ډالر) او د هر ماشوم په سر ۴۰۰۰ یورو (۴۵۰۰ ډالر) ورکړي تر څو کالابریا ته ځانونه ورسوي. رپوټ زياتوي چې د حامد پلار په سويډڼ کې میشت وو او دوی سره يې مالي مرسته کړې ده.

د حامد خور توبا، چې په انګلیسی ژبه روانه غږيدلی شي وايي چې دوی په دغه سفر کې د مرګ خطر پر ځان منلی وو، ځکه پر وينا يې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند نور د هغوی له پاره محفوظ نه وو، په خصوص کله چې طالبانو ورڅخه حقوق او دنده واخیسته.

لا هم جنجالونه نه دي ختم

توبا په داسې حال کې چې یو ماشوم يې ځانګاوه وويل: «ما نه شو کولی چې په کابل کې ژوند وکړم، له همدې امله موږ باید کابل پریښی وی.» توبا هم د حامد او ذکيه په څير غواړي چې د ځينو امنيتي دلايلو له مخې يې تخلصونه ذکر نه شي.

د حامد او ذکيې د نوي ژوند جنجالونه او خبرې لا نه دي خلاصې شوي. دغه کورنۍ اوس د دوو اونیو له پاره د کالابریا په جلا جلا سیمو کې ځاي پر ځای کړل شوي تر څو د قرنطين دوره يې تيره کړي. تر هغې وروسته به دوی په ايټالیا کې خپله د پناه غوښتنې پروسه پيلوي او يا به هڅه کوي چې سويډن کې له خپلوانو سره يو ځای شي. خو په دې منځ کې ځينې د خوشالۍ خبرې هم شته. ‌‌ذکیه وايي: «زه ډيره خوشاله یم. ايټالوي ډاکټرانو زما معاینات وکړل، زما ماشوم خوندي دی.»