پاکستان: پولیسو د جنسي تیري د ویډیویې فلمونو جوړونکي نیولي
۱۳۹۸ مرداد ۲۹, سهشنبهد پاکستان په راولپنډۍ ښار کې پولیسو تیره اونۍ داسې یوه ښځه او د هغې مېړه نیولي دي چې نجونې به یي تښتولې او بیا به یي ورسره جنسي تیری کاوه او د دې عمل ویډیو به یي پر هغو انټرنټ پاڼو پلورلې چي بربنډ انځورونه او ويډيوگاني خپروي.
د رپوټونو په حواله پخپله دغه کس به پر نجونو جنسي تیری کاوه او ښځې به یي ویډیویي فلم اخیسته. د دغو ویډیوګانو په وسیله به دوی نه یوازې نجونې ګواښلې، بلکې یو شمیر داسې ویډیوګانې یي د پورن یا لوڅو فلمونو پر نړیوالو انټرنټ پاڼو هم پلورلي دي.
عاملين د یوې محصلې چې د دغې وحشیانه عمل ښکار شوې وه، تر شکایت وروسته ونيول شول. دغه محصله یا زده کوونکې د تورن کس د ښځې په وسیله د تعلیمي مرکز تر انګړ د باندې په زوره تښتول شوې وه او بیا د دغې ښځې مېړه پر تښتول شوي نجلې جنسي تیری کړی وو او د ویډیو تر جوړولو وروسته یي ورته ګواښ کړی وو چې باید چپ پاته شي.
د پولیسو په حواله دوی کوچني ماشومان هم د خپل هوس ښکار کړي ول. د دغو کسانو تر نیولو وروسته اوس پوښتنه دا ده چې د قربانیانو له هغو ویډیوګانو سره باید څه وشي چې اوس په پورن انټرنټ پاڼو کې موجود دي.
په دې هکله د سایبري امنیت کارپوه اسامه خلجي دویچه ویله ته وویل: «حکومت ته په کار ده چې د اغیزمنو شویو نجونو د شخصي معلوماتو د پټ ساتلو، د هغوی د عزت د دفاع له پاره دغو انټرنټ پاڼو سره معامله راپورته کړي، ځکه دغه ویډیوګانې د دوی د خوښې برخلاف جوړ شوي دي.»
اسامه زیاتوي چې حکومت باید د بهرنیو هیوادونو له هغو قانون نافذونکو ادارو سره تماس ونیسي له کوم ځای څخه چې دغه انټرنيټي پاڼې فعالیت کوي. د هغه په خبره په دې جرم کې شریک کسانو ته باید داسې سزا ورکړل شي چې یو مثال پاتې شي.
د یادونې وړ ده چې په زور سره پر ښځو د جنسي تیري ويډیوګانې د نړۍ په مختلفو انټرنټ پاڼو کې موجود دي.
دویچه ویله اردو/ش.ن/ن.ز
پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: