پاکستان د افغان دیپلومات په وژنه تورن کس افغانستان ته سپاري
۱۳۹۷ دی ۲۹, شنبهعبده نزدې دوه کاله وړاندې د قنسلګري د یوه ساتونکي له خوا ووژل شو. اوس دغه کس د پاکستان د حکومت له خوا افغانستان ته سپارل کیږي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې افغانستان ته د دې کس تر سپارل کیدو وروسته به له هغه څخه څیړنې پیل شي.
د محمد ذکي عبده تر وژل کیدو وروسته د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې یو کس یې د پیښې په تړاو نیولی او زندان ته یې اچولې دی.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت الله مجددي، دویچه ویله ته په یوې ځانګړې مرکه کې وویل: «پلان شوې ده چې په کراچۍ کې د افغان دیپلومات شهید صبغت الله مجددي، قاتل د افغانستان اسلامي جمهوریت ته وسپارل شي.»
احمدي روښانه کړه چې افغان حکومت به له دې شکمن کس څخه څیړنې وکړي چې د وژل شوي دیپلومات د قتل په اړه نه ځواب شوي پوښتنې، حل شي.
هغه وویل: «تر اوسه پورې نه پوهیږو چې [د قتل] انګیزه څه وه ځکه شکمن کس له پاکستانیانو سره وو او موږ ترې پوښتنې نه شوای کولی. زموږ څیړنې به تر دې وروسته پیل شي چې د دغه دیپلومات د وژنې په اړه پوښتنې ځواب شي.»
د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې شکمن کس چې تر اوسه پورې هم د پاکستان په زندان کې وخت تیروي په اصل کې د افغانستان تبعه دی.
شکیلا ابراهیم خیل