پاکستان د افغانستان په اړه د اسلامي همکاريو سازمان غونډې د کوربتوب وړاندیز کړی | افغانستان | DW | 30.11.2021
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

افغانستان

پاکستان د افغانستان په اړه د اسلامي همکاريو سازمان غونډې د کوربتوب وړاندیز کړی

د پاکستان حکومت په افغانستان کې د بشري بحران احتمال ته په کتو سره د خبرو اترو له پاره د اسلامي همکاريو سازمان د يوې غونډې د کورب وړانديز کړی دی. پاکستان وايي دغه سازمان باید افغانانو سره د مرستې په موخه ګامونه پورته کړي.

د فرانسې خبري آژانس په حواله، د پاکستان خارجه وزیر، شاه محمود قریشي په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې د دغې غونډې د کوربتوب وړانديز يې د اسلامي همکاريو سازمان غړو هیوادونو د بهرنيو چارو وزیرانو ته د راتلونکې مياشتې له پاره کړی دی.

د رپوټونو په حواله د ملګرو ملتونو سازمان تر دې وړاندې د افغانستان په تړاو د نړۍ په سطحه د تر ټولو سخت بشري وضعيت لرونکي هیواد په توګه خبرداری ورکړی او قریشي ويلي دي د اسلامي همکاريو سازمان «باید زموږ افغان ورورنو سره د مرستې له پاره ګام پورته کړي.»

قریشي په دغه اعلاميه کې زیاته کړې: «موږ باید د افغانستان د خلکو بشري اړتیاو د کمولو له پاره ګډې هلې ځلې وکړو.»

دا به په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو تر رسيدلو وروسته د افغانستان په اړه تر ټولو لویه نړیواله غونډه وي.

له افغانستان څخه د امريکايي قواو تر وتلو او د طالبانو په راتلو سره د افغانستان څه باندې نيمايي نفوس د غذايي مواد له شديد کمښت سره مخ دي.

په افغانستان کې اوږد سوړ او سخت ژمي، د لا ډيرې لوږې او مهاجرتونو په اړه اندیښنې راپورته کړي دي.

افغانستان پر بهرنیو مرستو متکی هیواد دی. خو نړيواله ټولنه اوس دغه هیواد سره د خپلو مرستندويه پروګرامونو د تمويل په برخه کې محتاطانه عمل کوي او هغه په دې دلیل، چې فکر کوي د افغانستان نوي حاکمان یا طالبان له تروريستي ډلو سره ارتباطات لري.