1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: بمي بريد ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

۱۴۰۰ اسفند ۱۲, پنجشنبه

د چارواکو په حواله په بلوچستان ایالت کې يوه بمي بريد لږ تر لږه درې کسان وژلي او ۱۸ نور یې ټپیان کړي دي. په وژل شويو او ټپيانو کې پوليس هم شامل دي. تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

https://p.dw.com/p/47vsK
Pakistan l Sicherheitskraft am Checkpoint in Quetta
آرشيف انځورانځور: Waheed Khan/dpa/picture alliance

پېښه پرون، چهار شنبه (د مارچ دويمه نيټه) د بلوچستان ایالت په مرکز کويټه ښار کې د پوليسو د یوې ګزمې پر مهال شوې ده او د پوليسو موټر یې په نخښه کړی دی. د سيمه ایزو پوليسو يوه چارواکي فدا حسين شاه د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «لږ تر لږه درې کسان وژل شوي چې د پوليسو يو لوړپوړی چارواکی هم پکې شامل دی.»

نوموړي زياته کړه چې ښايي د بريد هدف پوليس ول. هغه وويل: «پېښه د مخکې څخه د ځای پر ځای کړل شويو چاوديدونکو توکو په نتيجه کې رامنځته شوې او ظاهراً پکې دوه تر درې کيلوګرمه چاوديدونکي توکي کارول شوي دي.»

د پوليسو دغه چارواکی وويل چې د چاودنې له کبله ۱۸ تنه ټپيان شوي چې څلور پوليس هم پکې شامل دي.

د کويټې د ملکی روغتون وياند وسيم بيګ، هم د مړو شمير تائيد کړی خو د ټپيانو شمير یې زيات ښوولی او ویې ويل چې په پېښه کې ۲۵ تنه ټپيان شوي دي.

بلوچستان چې د مساحت له پلوه د پاکستان تر ټولو ستر ایالت دی، په طبيعي زيرمو سربیره هم د پاکستان تر ټولو بې وزله ايالت دی. دلته د بلوڅو د بیلتون غوښتونکو ډلو، د پاکستان تحريک طالبان او داعش ډلې ترڅنګ نورې ډلې هم فعالې دي.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د بريد پړه نه دی منلې که څه هم چې بلوڅ بيلتون غوښتونکو په دې تېرو میاشت کې پر امنيتي ځواکونو خپلو بريدونو ته زور ورکړی دی.

تېره مياشت هم لږ تر لږه نهه عسکر هغه وخت ووژل شول چې بلوڅ بيلتون غوښتونکو په همدې ایالت کې د پوځ پر دوو پوستو بريدونه وکړل.  په سيمه کې د چين له خوا د «کمربند او سړک» یا سيپیک د پروژې په ترڅ کې د پانګونې سره ترنګلتيا نوره هم ډېره شوې ده ځکه د سيمې اوسيدونکي وايي چې دغو پروژې دوی ته هیڅ ګټه نه ده رسېدلې.

ب. ص/ خ.ح (AFP)

زموږ له آرشيف څخه: