1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني طالبانو له دولت سره د سولې د خبرو پخلی کړی

۱۳۹۰ آذر ۱۹, شنبه

د پاکستاني طالبانو معاون دا خبره تأید کړې چې ډله یې د پاکستان له دولت سره د سولې په خبرو اترو بوخته ده. ښایي دغه کار د امریکا او پاکستان اړیکي نورې هم پسې ترینګلې کړي.

https://p.dw.com/p/13QLQ
د پاکستان دولت تر دې وړاندې هم د طالبانو سره سوله کړې ده.
د پاکستان دولت تر دې وړاندې هم د طالبانو سره سوله کړې ده.انځور: DW

په باجوړ ایجنسي کې د پاکستاني طالبانو مشر او د ټول هیواد په کچه د دغې ډلې معاون، مولوي فقیر محمد، د رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې د پاکستان دولت سره د هغوې مذاکرې په سم لوري روانې دي. هغه زیاته کړي:

«که چیرې دغه خبرې اترې بریالۍ شي او مونږه پر دې وتوانیږو چې په باجوړ کې د سولې یو تړون لاسلیک کړو نو بیا به دولت او طالبان په نورو سیمو لکه، سوات، مهمند، اورکزی، جنوبي وزیرستان کې هم د سولې تړون لاسلیک کړي. باجوړ به د نورو سیمو لپاره یوه بیلګه وي.»

د روان کال د سپتمبر د میاشتې په وروستیو کې د پاکستان دولت دې خبرې ته ژمن شوې وو چې طالبانو سره خبرې وکړي. خو په دې اړه د دولت له لوري کومه تبصره نه ده شوی چې آیا په رښتیا د اورپکو سره خبرې اتري رواني دي او که نه.

د امریکا متحده ایالاتو چې د پاکستان د پوځ او کمزوري اقتصاد سره یې تر اوسه د ملیاردونو امریکایي ډالرو په ارزښت مرستې کړي، ښایې د طالبانو سره د سولې خبرو اترو ته خوشحاله نه وي. د تحریک طالبان پاکستان، ډله د امریکا د متحده ایالاتو له لوري د ترهګرې ډلې په نوم نومول شوې.

تردې د مخه هم د طالبانو دغي ډلي سره خبرو اترو کومه نتيجه نه ده ورکړې. دولت سره تر اوربندونو وروسته دغې ډلې تل د وخت څخه په ګټه اخيستني ځانونه بيرته سنبال کړي، تازه بريدونه يې تر سره کړي او پر خلکو يې د سختو اسلامي قوانينو د نافذولو کوښښ کړی.

د مولوي فقیر په وینا د پاکستان دولت د دوي د ډلې ۱۴۵ تنه د بند څخه آزاد کړي دي او چۍ د دې په مقابل کې طالبان هم اوربند ته ژمن پاتې شوي.

مولوي فقیر په باجوړ ایجنسۍ کې د طالبانو مشري پر غاړه لري. ویل کیږي چې فقیر د القاعدې سره نږدي اړیکي هم لري. د مولوي فقیر په اړه دا هم ویل کیږي چې د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر ضد په څو بریدونو کې لاس لري. تیر کال د اګست په میاشت کې د پاکستان پوځ د باجوړ په سیمه کې په لوي پوځي عملیاتو لاس پورې کړ او د څو میاشتو د سختې جګړې وروسته یې ډیرې سیمې د اورپکو څخه پاکې کړې.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش