پارلماني ټاکنې تر يکشنبې پورې وغځول شوې | د افغانستان پارلماني ټاکنې | DW | 20.10.2018
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

د افغانستان پارلماني ټاکنې

پارلماني ټاکنې تر يکشنبې پورې وغځول شوې

د ټاکنو خپلواک کمېسيون اعلان کړی دی چي په ځينو سيمو کې د تخنيکي او اداري ستونزو له کبله به پارلماني ټاکنې هلته تر يکشنبې ورځې پورې وغځول شي.

د چارواکو په حواله د راټوکېدلو ستونزو له کبله رای ورکوونکي نه شي کولای چې خپله رايه د نن ورځې په ترڅ کې لا وکاروي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون مشر عبدالبديع صياد، وويل چې ټاکنې به په هغو ځايونو کې تر سبا پورې وغځول شي چې د انتخاباتو چارواکي يا ټاکنيز مواد په سم وخت کې نه دي ور رسېدلي.

د بايومټريک آلاتو له لاري د رای ورکوونکو د ثبتولو پر سر ګډوډي، او د ځينو ټاکنيز مرکزونه پر وخت نه پرانيستل او د ټاکنيزو توکو کمښت ډېر رای ورکوونکي قهرولي دي.

اعلان