1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پارلماني ټاکنو ته د بامیان او دایکنډي د اوسیدونکو هیله

۱۳۹۷ مهر ۱۱, چهارشنبه

د تلی میاشتې له شپږمې نیټې څخه په افغانستان کې پارلمان ته د کانديدانو ټاکنیز کمپاين پیل شوی دی. دغه کمپاين په بامیان او دایکنډي ولایتونو کې هم په ډیر جوش او شور سره پيل شوی دی.

https://p.dw.com/p/35v6P
Afghanistan | Wahlen
انځور: Reuters/M. Ismail

د افغانستان د پارلمان له ۲۴۹ چوکیو څخه ۴ یې بامیان ولایت ته ځانگړي شوي دي چې یوه یې د ښځو له پاره ده. د دغو څلورو چوکیو له پاره د ۱۱ ښځو په ګډون ۴۰ تنو ځانونه کاندیدان کړي دي.

په دې ورځو کې د بامیان د حوزې نوماندان د لیري پرتو سیمو او کلیو اوسیدونکو ته خپل راتلونکي پلانونه کړنلاري وړاندې کوي. په بامیان ولایت کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دفتر مشر علي شاه مصباح دویچه ویله ته وویل: «هغه ابتدایې شمیرې چې اوس وروسته له دیتابیس څخه د بامیانو له ولایت څخه خپاره شوي دي، البته وروستۍ لیست نه دی. تر ۱۶۷ زرو ډیر خلک تائید شوي دي او نږدې ۴ زره نور سټیکرونه باطل اعلان شوي دي».

ټاکل شوی ده چې د روانې (تلی یا میزان) میاشتې پر ۲۸ نیټه په افغانستان کې پارلماني ټاکنې وشي. په بامیان ولایت کې د ټاکنو ۲۲۰ مرکزونه چې د رای ورکونې ۵۱۷ محلات کیږي فعاله دي.

په بامیان ولایت کې له ټاکنیزې پروسیې سره د خلکو لیوالتیا ډیره ده او وایې چې خپل نومونه یې ثبت کړي دي. دوی وایې د انتخاباتو په ورځ به د خپلې خوښې کاندانو ته د رای ورکونې په موخه د ټاکنو مرکزونو ته ولاړ شي. د بامیان ولایت یوه اوسیدونکې نجيبه ابراهیمي وایې:

«هو دقیقاً زه د ټاکنو په پروسه کې ګډون کوم او د یوې ځوانې په توګه د خپلې خوښې داسي یو کانديد ته رایه ورکوم چې وړتیا او توانان يې ولري او زما له حقونو څخه دفاع وکړي».

«احمد شاهین یم. هو غواړم د ټاکنو په پروسه کې ګډون وکړم، ځکه زمونږ راتلونکې د همدې ټاکنو له مخې ټاکل کیږي.»

د دغه ولایت ځيني سیاسي او مدني فعالان په ټول هیواد کې په ټاکنو کې د شفافیت د نشتوالي په هکله اندیښنه لري. خو په بامیان کې د بشري حقونو او مدني ټولنې له همغږې کوونکي شبکې څخه اسماعيل ذکي په دې ولایت کې بې له درغلیو په شفاف ډول د ټاکنو د ترسره کیدو ډاډ ورکوي:

«د ټاکنو کمیسیون څارونکو بنسټونو ته ارزښت ورکوي. مدني فعالان، سیاسي ګوندونه او نور بنسټونه، د ټاکنو پروسه په دقیق ډول څاري».

بامیان د افغانستان يو له امنو ولایتونو څخه دی او د امنیتي مسئولينو په خبره د ټاکنو په ورځ به هیڅ ډول امنیتي ستونزه هلته نه وي.

Afghanistan Kabul - Wahl (Archivbild)
په دایکنډي ولایت کې ۲۷۴ مرکزونه چې د رای ورکونې ۶۰۳ ځایونه کیږي فعاله دي.انځور: Imago/Xinhua/A. Massoud

خو د افغانستان یو بل مرکزي او غرنی ولایت دایکنډي دی، چې د پاتو، ناومیش او کجران ولسوالیو کې یې لږ امنیتي ګواښونه موجود دي. د دغه ولایت امنیه قوماندان غلام سخي غفوري دویچه ویله ته وویل: «موږ په دایکنډي کې دوه داسې ټاکنیز سایټونه لرو چې تړلي دي. خو د ټول افغانستان په کچه په دې ولایت کې د رای ورکونې تر ټولو ډير مرکزونه فعاله او کومه جدي ستونزه وجود نه لري.»

په دایکنډي ولایت کې د پارلمان ۳ چوکۍ نارينه او یوه چوکۍ ښځو ته اختصاص ورکړل شوی ده. دغو څلورو چوکیو ته د ۸ ښځو په ګډون ۴۱ تنو ځانونه کاندیدان کړي دي. د دایکنډي اوسیدونکي هم وایې چې په ټاکنو کې ګډون کوي او خپل د رای ورکونې له حق څخه به استفاده وکړي.

د دې ولایت یوې نوماندې زهرا عارفي دویچه ویله ته وویل: «موږ په ټاکنو کې ګډون کوو. دا د هیواد د وگړي په توګه زموږ ملي وظیفه ده. د دیموکراسۍ نظام یو له اساساتو څخه دا دی چې موږ په مستیقم او غیر مستقيم ډول په پریکړو کې ونډه واخلو».

«عبدالقادر بهزاد یم د نیلي ښار یو تن اوسیدونکی. تر اوسه پورې خو زه راضي نه یم، ځکه مخکې چې کومې ژمنې دوی کړې وې عملي یې نه کړې. اوس چې بیا ټاکنې نږدې شوي دي ژمنې کوي، زه خلکو ته وایم هغه کس انتخاب کړي چې وړتیا ولري، لوړی زده کړې یې کړې وي، داسې یو څوک اوسي چې سبا د خلکو درد احساس کړي.»

په دایکنډي ولایت کې ۲۷۴ مرکزونه چې د رای ورکونې ۶۰۳ ځایونه کیږي فعاله دي. د رای ورکونې دوه مرکزونه د امنیتي ګواښونو له کبله تړلي دي. په دغه ولایت کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دفتر مشر عزیز احمد رسولي وایې:

«له نیکه مرغه  په دای کنډي ولایت کې ۱۷۲۱۲ کسانو خپل نومونه ثبت کړي دي چې ۵۵ سلنه یې ښځي او ۴۵ سلنه یې نارينه دي. دا په دې معنی چې د نوم ثبتونې په پروسه کې په رښتیا هم د نارينه و په نسبت د ښځو ونډه ښه وه».

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د ۱۳۹۷ لمریز کال پارلماني ټاکنو کې د پارلمان ۲۴۹ چوکیو ته ۲۵۶۵ تنو ځانونه کانديدان کړي دي چې په دوی کې ۴۰۱ ښځي دي.