1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يو افغان مهاجر پر ماشومانو په جنسي تېري تورن سوی

۱۳۹۴ اسفند ۱۸, سه‌شنبه

په آلمان کي يو ۱۶ کلن افغان مهاجر په رسمي توګه په ماشوم زهيرونه تورن سوی دی. پر هغه تور دی چي پر دوو ماشومانو باندي يې جنسي تېری کړی دی.

https://p.dw.com/p/1I9JY
انځور: picture alliance/dpa/S. Kahnert

د آلمان د نويروپين سيمي څارنوالۍ يو ۱۶ کلن افغان پناه غوښتونکی په ماشوم زهيرونه تورن کړی دی. پر دغه ځوان افغان تور لګول سوی چي پر يو ۱۰ کلن او بل ۱۲ کلن هلک يې جنسي تېری کړی دی. دا خبره د يادي سيمي څارنوال ويلفريد لېمان د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۶ کال د مارچ ۸مه) د آلمان خبري آژانس د پوښتني په جواب کي کړې ده.

په عيني حال کي ويل سوي دي چي تور لګوونکي نور له خپلي هغي غوښتنې تېر سوي دي، چي تورن کس دي د تحقيقاتو تر پوره کېدو پوري و تحقيقاتي زندان ته ولېږدول سي.

پر دغه ۱۶ کلن افغان مهاجر تور دی چي د آلمان په پلاتنبورګ ګليوون سيمه کي يې د روان مېلادي کال په جنورۍ مياشت کي له دوو ماشومانو سره جنسي اعمال کړي ول.

دغه قضيه پر خپل وخت ځکه د ډېرو خلکو د توجه سبب ورګرځېده، چي څارنوالۍ پر دې ټينګار کاوه چي تورن ځوان دي خامخا تحقيقاتي بند ته واستول سي واچول سي. د دې تر څنګ توندلاري ښې اړخو د دغې پښيې موضوع په ګليوون سيمه کي د خارجيانو ضد مارشونو او احتجاجونو له پاره کارولې وه.

دغه تورن افغان چي اوس د پيښي له ځايه بلي سيمي ته انتقال سوی دی، بايد هره ورځ پوليسو ته حاضري ورکړي. دغه تورن کس مکلف دی چي له ټولو هغو ماشومانو څخه ځان ليري وساتي چي سنونه يې تر ۱۵کلنی کم وي.

د اړونده سيمي څارنوال ويلي دي چي تورن کس تر اوسه ورباندي ايښودل سوو مکلفيتونو څخه سرغړونه نه ده کړې. څارنوال لېمان ويلي چي تورن کس تر اصلي پيښي وروسته «بيا په منفي توګه ځان ته توجه نه ده اړولې.»

لېمان ويلي چي همدا وجه ده چي څارنوالي نور له خپلې هغې غوښتني تېره سوې، چي تورن ځوان دي په تحقيقاتي بند کي واچول سي.

په پام کي ده چي تورن کس د پېرله بېرګ په سيمه کي د ځوانانو له پاره په ځانګړې محکمه کي د جنسي تېري او ماشوم زهيروني په تور محاکمه سي.