1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوې ښځي ولي په بکس کي خپل د مېړه هډوکي انتقالول؟

۱۳۹۹ مرداد ۱۵, چهارشنبه

د آلمان پولیسو د مونشن په هوايي ډگر کې د يوې بهرنۍ ښځې په بکس کې د هغې د ميړه هډوکي وموندل. دغې ميرمني او لور يې دغه هډوکي له يونان څخه راوړي ول او غوښتل يې ارمنستان ته ېې انتقال کړي.

https://p.dw.com/p/3gR7T
Deutschland Gepäckkontrolle am Flughafen
آرشيفانځور: picture-alliance/dpa/J. Kalaene

د آلمان فدرالي پولیسو ويلي دي چې دغه ۷۴ کلنه ښځه د ارمنستان اوسيدونکې ده چې په دغه سفر کې يې  ۵۲ کلنه لور هم ورسره وه. دغه مور او لور د بايرن ايالت په مونشن هوايي ډگر کې وروسته له هغه د مسئولينو له خوا ودرول شوې، چې د لرګيو يو صندوق يې له ځانه سره لیږداوه.

له سکنر ماشين څخه د تيريدو پر مهال مسئولو چارواکو وموندل چې د دوی په بکس کې د انسان هډوکي هم موجود دي.

د هوايي ډګر مسئولينو له دې سره فوراً پولیسو ته خبر ورکړ چې د امنيتي کسانو او يو ډاکټر په رارسيدو سره پلټڼې پيل شوې. پوښتنه دا ده چې ولې دغې ارمنۍ ميرمنې د خپل ميړه هډوکي له ځانه سره ليږدول او آيا دا کار کوم جرم هم دی او که نه؟

پوليسو او ډاکټرانو په بکس کې د داسې يو کس هډوکي موندلي چې څو کاله مخکې مړ شوی دی. دغې ارمنۍ مور او لور پوليسو ته ويلي دي چې دوی له يونان څخه آلمان ته راغلي تر څو له مونشن څخه اوکراين او بيا د اوکراين د کيف له لارې خپل پلرني ټاټوبي ارمنستان ته ولاړ شي.

München Flughafen - Polizisten
پولیسو په پای کې وويل چې دغه ښځه کولای شي په قانوني توګه هډوکي له ځانه سره انتقال کړيانځور: picture-alliance/ZUMAPRESS/S. Babbar

دغې ښځې پولیسو ته هغه اسناد هم ښکاره کړي چې ښيي دغه هډوکې يې د ميړه دي چې په ۲۰۰۸م کال کې مړ شوی وو.

د هغې د ميړه مړی، د يونان د سالونيکي ښار په يوه څنډه کې د خپل اوسيدو ځای په يوه باغچه کې دفن شوی وو. هغې دغه هډوکي په دې دليل چې هغه په خپل پلرني هيواد ارمنستان کې دفن کړي، له قبره راکښلي ول.

تر ابتدايي معايناتو او قانوني اسنادو د شتون په نتيجه کې پوليس په دې سلا شول چې دغې مور او لور ته د هډوکو د قانوني انتقال اجازه ورکړي. چارواکو ويلي دي چې دغه ښځه د کوم جرم مرتکب شوې نه ده او نه هم دغه پيښه ډيرو تحقيقاتو ته اړتيا لري.

تر دې وروسته د هوايي ډکر چارواکو دغې ارمنۍ مور او لور ته اجازه ورکړه چې د خپل مړي هډوکي له ځانه سره انتقال کړي.

دويچه ویله ا/م.ک.ص./ن.ز.