يوه امريکا عسکر یو افغان پوليس وژلی دئ
۱۳۹۰ بهمن ۱۶, یکشنبهاعلان
افغان چارواکو ويلي دي چي يوه امریکايي عسکر د افغانستان په شمال کي پر يوه افغان عسکر ډزي کړي دي او هغه ئې وژلی دئ. د سرپل ولايت د امنيې قومندان ويلي دي چي دغه پېښه د يکشنبې په ورځ د هيواد په شمال کي د امریکايي او افغان عسکر ترمنځ په سويې تفاهم کي رامنځ ته سوې ده.
ويل کيږي چي امريکايي عسکر داسي فکر کاوه چي افغان عسکر به ورباندي بريد وکړي، ځکه ئې نو ورباندي ډزي کړي دي. ويل سوي دي چي د امريکايي او افغان عسکرو تر منځ د جمعې په ورځ لفظي مشاجره رامنځ ته سوه، امريکايي عسکر افغان عسکر په مردک وويشتئ.
د سرپل د امنيې قومندان په وينا که څه هم افغان عسکر خپل توپک نه وو پورته کړی خو امريکايي عسکر د دې شک ورباندي کړی وو چي توپک به پورته کړي او د امريکايي عسکر پر ضد به ئې وکاروي. ايساف د دغي پيښي په هکله د پلټنو د پېل خبره کړې ده.