1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يونان بيا ترکيې ته د مهاجرو لېږل پيل کړي دي

۱۳۹۸ بهمن ۸, سه‌شنبه

يونان له مياشتو ځنډ وروسته په لسونو رد سوي پناه غوښتونکي بيرته ترکيي ته استولي دي. دغه خبر د يونان د صدراعظم مرستيال ادونيس گيورگياديس ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/3WuEN
Griechenland Illegale Rückführungen
دغه ۱۹ کلن افغان هم د جنورۍ پر ۱۷مه له یونان څخه ترکیی ته استول سویانځور: DW/F. Schmitz

گيورگياديس د دوشنبې په ورځ د ريال په نامه خبري رسنۍ ته ويلي دي: » موږ هره ورځ شاوخوا ۳۰ مهاجر ترکيي ته استوو او ترکيې هم هغوی منلي دي. په دې ډول يونان د مهاجرو په هکله يو داسي نوي قانون عملي کوي چي له مخي يي د پناه غوښتني پروسه چټکه کيدای سي.«

د جنورۍ پر اوله نيټه په يونان کي داسي قانون تصويب سو چي له مخي يي د پناه غوښتني پر عريضو باندي په چټکۍ سره کار کيداي سي. د پرسونل د کمبود له امله په تيرو مياشتو کي، ترکيي ته د مهاجرو د استولو کار تقريباً په ټپه دريدلی وو.

د پناه غوښتني په اړه د نوي قانون اساسي ټکي دا دي چي: د هرهغه چا چي د پناه غوښتني لومړۍ عريضه يي رد سوې وي او غواړي چي د دوهم وار له پاره دعوه وکړي، نو هغه بايد د حقوقي مشاور په مرسته ترسره کړي.

تر اوسه پوري مهاجرو کولای سول چي د يوې عادي چاپ سوي عريضې په مرسته خپله غوښتنه وړاندي او په دې ډول خپل ديپورت کيدل په مياشتو او ځيني وخت تر کلونو پوري وځنډوي.

د بشري مرستو سازمانونو د يونان پر دغه اقدام باندي انتقاد کړی دی. د اروپايي ټولني او ترکيي ترمنځ د مهاجرو په هکله تړون کي راغلي دي چي اروپايي ټولنه کولای سي ټول هغه مهاجر او پناه غوښتونکي چي په غير قانوني ډول له ترکيي څخه د يونان جزايرو ته راځي ، بيرته ترکيي ته واستوي.

د دغو مهاجرو پر بيرته ليږلو او د يونان دننه ته د هغوی پر انتقال سربيره، بيا هم په دغو ټاپوگانو کي مهاجر کمپونه ډک دي.