يوناما: پر کندوز په بريد کي ۳۰ ماشومان وژل سوي
۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۷, دوشنبهاعلان
يوناما د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د می مياشتي ۷) په يوه خپاره کړي رپوټ کي ويلي دي چي د روان کال د اپريل مياشتي پر ۲ نېته د کندوز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کي پر ديني مدرسې په هوايي بريد کي ۳۰ ماشومان وژل سوي دي.
په راپور کي راغلي دي چي د افغان هوايي ځواک په دغه بريد کي ۷۱ کسان ټپيان سوي هم دي چي ۵۱ يې کوچنيان دي.
دوی دغه راز ويلي دي چي دا هم نه سي تائيدولای چي آيا وژل سوي کسان ملکيان ول که يا د بريد پرمهال طالبانو هم حضور لاره.
د کندوز د دوشت ارچي ولسوالۍ پر يوې مدرسې باندي د بريد په ورځ د افغانستان د دفاع وزارت يوه وياند ويلي ول چي په دغه بريد کي ئې تر ۳۰ زيات طالبان وژلي دي.
محمد رادمنش هغه مهال ويلي ول چي په وژل سوو کي ملکيان نه سته.