1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ويل کيږي په برلين کي د پيښي په تور نيول سوی کس پاکستانی دی

۱۳۹۵ آذر ۳۰, سه‌شنبه

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت يوې سرچينې ويلي دي چي د برلين د پيښي په اړه له دوی سره جرمني چارواکو اړيکي نيولي دي. د رسنيو د راپورونو له مخي په برلين کي د لارۍ موټر د يرغل په تور يو مهاجر نيول سوی دئ.

https://p.dw.com/p/2Uay4
Deutschland PK Thomas de Maizière
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

د جرمني د «ډي پي اې» خبري آژانس د راپور له مخي د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت يوې سرچينې چي نه ئې غوښتل نوم ئې واخيستل سي، تائيد کړې ده چي د پيښي په تړاو جرمني چارواکو د پاکستان د بهرنيو چارو له وزارته غوښتي دي چي د تورن کس د هويت په اړه معلومات ورسره شريک کړي.

رسنيو د دغه کس نوم نويد بلوڅ، ښوولی دئ. خو د دغه تورن کس دوه نومونه او د زېږېدو دوه جلا جلا ځايونه ثبت سوي دي. يو ځای پاکستان ښوول سوی او بل ئې د زېږېدو ځای د افغانستان نيمروز ولايت ثبت سوی دئ.

خو تر اوسه پوري نه د جرمني او نه هم د پاکستان د چارواکو له خوا تائيد سوې ده چي گويا دغه کس دي نويد بلوڅ، نومیږي.

د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير څو شېبې مخکي په یوه خبري غونډه کي وويل چي دغه مشکوک کس چي د ۲۰۱۵م کال په دسمبر مياشت کي جرمني ته د مهاجر په توگه راغلی په برلين کي راجستر سوی وو.

ديميزير وويل چي دغه نيول سوی مشکوک کس دوه واري د پناه غوښتني انتروې ته راغوښتل سوی وو، يووار حاضر سوی نه وو او دوهم واري ئې د بلوڅي ژبي د ژباړونکي غوښتنه کړې وه. ديميزير دغه راز وويل چي د پيښي په تور نيول سوی کس په دغه يرغل کي لاس لرل رد کړي دي.

د دوشنبې په ماښام په برلين کي د کريسمس پر يوه بازار د لارۍ موټر يرغل وسو. په دغه پېښه کي ۱۲ کسان ووژل سول او ۴۸ ټپيان سوي دي چي د ۱۸ روغتيايي وضعيت ئې اندېښمن ښوول سوی دئ.

تر پيښي لږ وروسته يو کس د موټر د يرغل په تور نيول سوی چي د وروستيو معلوماتو له مخي له پاکستانه به جرمني ته مهاجر سوی وي. خو تر اوسه پوري لا دقيق روښانه نه ده چي دغه کس دي په رښتيا هم د دې پېښه عامل دی که نه.

بله خوا د جرمني د «دي ويلت» ورځپاڼي د دغه هيواد د يوه ستر امنيتي چاروکي چي هويت ئې نه دی روښانه سوی، ويلي دي چي د پيښي په تور نيول سوی کس هغه څوک نه دی چي پر بازار ئې د لارۍ موتر يرغل کړی دئ. دغي ورځپاڼي د ياد چارواکي په حواله لیکلي دي: «موږ غلط کس نيولی دئ. نو له دې سره يو نوی حالت رامنځ ته سوی، ځکه اصلي عامل تر اوسه پوري لا له خپلي وسلې سره په آزاده پښه گرځي.»

په دغه لارۍ موټر کي يو وژل سوی کس هم موندل سوی دئ چي ويل کيږي د لارۍ موټروان به وي. د معلوماتو له مخي دغه کس ويشل سوی دئ.

لارۍ موټر د يوه پولنډي شرکت وو چي له ايټاليا څخه پولڼد ته روان وو او اوسپتني پکښې بار وې. د شرکت مسئولانو ويلي دي چي د دوشنبې په ورځ د مازيگر له څلرو بجو وروسته ئې له چلونکي سره اړيکي قطع سوي وې.

نور مطالب: