ولي د شري ساري ناروغي زياته شوې؟ | All media content | DW | 16.04.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ميديا سنتر

ولي د شري ساري ناروغي زياته شوې؟

په نيويارک کې د شري ساري ناروغۍ خپريدو له کبله بيړنی حالت اعلان شو. د روغتيا نړيوال سازمان هم د دغې ناروغۍ خپريدلو په اړه خبري کوي. د شري ډيريدلو وجه څه ده؟

د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) د روان ميلادي کال په لومړيو کي د شري ناروغۍ د بیا خپريدلو په اړه په ټوله نړۍ کي خبرداری ورکړی وو. د يونيسف په وينا په تيرکال کې په ۹۸ هيوادونو کي په شري اخته کسانو شمير ډير شوی دی. په ټوله نړۍ کې ۱۳۶ زره کسان د شري ناروغۍ له کبله مړه شوی دي.