1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر غني د منظور پښتین په نیولو خواشیني ښوولې

۱۳۹۸ بهمن ۷, دوشنبه

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ټولنیزو رسنیو په یوه پیغام کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین او د هغه ملګرو د نیولو په هکله خواشیني ښوولې. په عین وخت کې محسن داوړ د سه شنبې په ورځ د احتجاجونو اعلان کړی.

https://p.dw.com/p/3WsVU
Aschraf Ghani Präsident von Afghanistan
انځور: picture-alliance/Photoshot/R. Alizadah

د پاکستاني پولیسو له خوا د منظور پښتین په نیول کیدو باندې په ټولنیزو رسنیو کې بیلا بیلو کسانو او ادارو خپل غبرګون ښوولی. په تازه مورد کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د فیسبوک او ټویټر په پیغامونو کې لیکلي دي چې د منظور پښتین او د هغه د ملګرو په نیولو او ځورولو خواشینی دی. هغه په خپل پیغام کې وړاندې لیکلي دي چې «زه په دې اړه د بخښنې د نړیوال سازمان د اعلامیې بشپړ ملاتړ کوم.»

اشرف غني په خپل پیغام کې وړاندې لیکلي دي چې «په داسې حال کې چې زموږ سیمه د تاوتریخوالي او ترهګرۍ له دوامداره ګواښ سره مخ ده حکومتونه باید د بشري حقونو له فعالانو او سوله خوښو مدني حرکتونو څخه ملاتړ وکړي.» په پیغام کې وړاندې راغلي دي چې «د پښتون ژغورنې غورځنګ په څیر د عدالت خوښتونکو خوځښتونو پر ضد دولتي تشدد د سیمې د بې ثباتۍ لامل ګرځي او موږ یې په کلکه غندو.»

منظور پښتین د یکشنبې په شپه له خپلو نورو پنځو ملګرو سره د پيښور په تهکال سیمه کې ونیول شو. د پښتون ژغورنې غورځنګ غړې ثنا اعجاز د دویچه ویله د اردو څانګې له ځایي خبریال سره په خبرو کې ویلي دي: «پر منظور پښتین چې کومه مقدمه جوړه شوې، هغه په ډیره اسماعیل خان کې د ده [منظور پښتین] د تقریر له کبله ده، چې هغه په کې د [پاکستان] د ۱۹۷۳م کال اساسي قانون نابشپړ بللی.»

تر دې دمخه پاکستان د ډان، ورځپاڼې د رپوټ له مخې په ډیره اسماعیل خان کې د پي ټي ام د مشر پر ضد د جنورۍ په اتلسمه نېټه عریضه درج شوې ده. زیاته شوې ده چې ډان د دغه رپوټ یوه کاپي ترلاسه کړې چې له مخې یې «پښتین او د پي ټي ام نورو مشرانو د جنورۍ په ۱۸مه نېټه په ډیره اسماعیل خان کې په یوه غونډه کې ګډون کړی وو چې د پي ټي ام مشر ظاهرا ویلي وو چې د [پاکستان] د ۱۹۷۳م کال اساسي قانون کې له بشري حقونو سرغړونه شوې.»

د احتجاجونو اعلان

د پاکستان په ولسي جرګه کې د وزیرستان د سیمې استازي او د پښتون ژغورنې د غورځنګ یوه مشر محسن داوړ د سه شنبې په ورځ په ټول پاکستان کې د منظور پښتین د نیول کیدو پر ضد د احتجاجونو د ترسره کیدو اعلان کړی دی.