جرمونهآسیا
وسلوالو څلور ايراني ساتونکي وژلي دي
۱۴۰۰ مرداد ۲, شنبهاعلان
د اسوشتید پریس خبري آژانس د شنبې په ورځ د ایران حکومتي خبري آژانس ایرنا له قوله خبر ورکړ چې د وسلوالو یاغیانو او ایراني ساتونکو تر منځ دغه نښته د جمعې په شپه د سیستان او بلوچیستان ایالت په ګونيک ولسوالۍ کې شوې ده.
د پيښې ځای د ایران پلازمينه تهران ښار سويل لويديځ لور ته په ۱۲۵۰ کیلومترۍ فاصله کې پروت دی. دغه سیمه وخت ناوخت د ایراني ځواکونو او بلوچ اورپکو تر منځ د جګړو شاهده پاتې شوې ده.
دغه سیمه چې له افغانستان څخه د اپینو او هیرویینو د قاچاق یوه مهمه لاره ګڼل کيږي، د ایران امنيتي ځواکونه په کې د قاچاق وړنکو پر ضد مبارزه باندې هم بوخت دي.
ایراني ساتونکو په اپریل میاشت کې درې وسلوال په ډزو ووژل او په یاد ولایت کې يې د هغوی هستوګنځایونه هم له منځه ېوړل.