ورستيو اورښتونو د کندهار انار سخت تاواني کړي | د افغانستان بيا رغاونه | DW | 26.10.2011
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

د افغانستان بيا رغاونه

ورستيو اورښتونو د کندهار انار سخت تاواني کړي

بڼوال وايي، د کال په پيل کي يې د انارو د ښه خرڅلاؤ په موخه پر باغونو ډېري پيسې ورکړې، بيا د مچانو يوې نارغۍ ددوى باغونه زيانمن کړل او ورستيو اورښتونو دغه تاوان نورهم زيات کړ.

د ارغنداب ولسوالۍ انار هر سهار وختي د کندهار بازار ته رسیږي

د ارغنداب ولسوالۍ انار هر سهار وختي د کندهار بازار ته رسیږي

په کندهارکي داناروبڼوال له دولت څخه هيله کوي،چي له دوى سرهدپاتواناروپه صادرولوکي پوره مرسته وکړي،چيدورپيښوتاوانونومخه يې څهناڅه ونيولسي.

دغه سوداګراوباغ لرونکي شکايت کوي،چي ددوى موټرونه پريوشمېرټاکلسويوځايونوباندي دافغان دولت لخواترډېره پوري په يوه اوبل نامه درول کيږيچي دادباران وهلواناروډک موټرونه دډيردرېدوتوان نه لرياوبايدډيرژرکورنيواوباندنيومارکيټونوته ورسول سي.

کندهار انار په نړۍ کي ډير خوښونکي لري

کندهار انار په نړۍ کي ډير خوښونکي لري

د کندهار دسوداګريزوخونومشرنصرالله خانزهيرهم دا مني اوواييورستيواورښتونوپه کندهارکي داناروبڼ لرونکوته ترپنځوس سلنه ډېرتاوانرسولى دی.

دزهيرپه خبره کله چي پراناروباران وسي، نوخپل کلکوالى له لاسه ورکوياوچوي،چي داډېرلوى تاوان دی.

« داباران په سل کي شپېته سلنه انارله منځه ويستلي.کله چي پراناروبارانوسي خطي کيږي،چي خطي سول نوپه لږوخت کي چاودي اوکله چي وچاودلبيانړيوالوبازارونوته دوړولوتوان له لاسه ورکوي اوسوداګراوباغ لرونکي سخت تاواني کوي.»

د کندهاردکرهڼي اومالدارۍرئيس انجنيراحمدشاه روشن هم وايي،دوى تهيوشمېرداناروبڼوالواوسوداګرومراجعه کړې اوله ستونزويي خبردی.

Granatapfel Flash-Galerie

د يادوني وړ ده چي د کندهار د انارو سوداگر او باغ لرونکي يو وار د يو ډول مچ څخه سر ټکاوه، چي په خبره يې انار يې ډير وراسته کړي او اوس بيا دا دی د بارانونو ورته مخه سوې.

سږ کال د کندهار د انارو سوداگرو او باغ لرونکو ته د تاوانه ډک کال دی. سږکال په کندهارکي داسي مهال بارانونه وسوه چي نه يوازيکروندګراوسوداګروبشپړچمتووالىنه درلود، بلکيعاموکندهاريانوهمدخپلوبامونودګل اوګلاوې غم نه ؤ خوړولى چييوشمېرکورونوودانيوته يې همتاوان واړاوه.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل

DW.COM

اعلان