1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند: ۳۳ انتخاباتي کارکوونکي مړه شوي

۱۴۰۳ خرداد ۱۳, یکشنبه

د هند د ټاکنو کمیسیون د مشر په وینا د رای اچونې په وروستۍ ورځ یوازې په یوه ایالت کې د انتخاباتي پروسې ۳۳ کارکوونکي د ګرمۍ له کبله مړه شوي دي. په دې ورځو کې د هند مختلفې برخې د ګرمۍ له څپې سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/4gY4k
BDTD Indien Wahlen Hitze
انځور: Priyanshu Singh/REUTERS

د نړۍ په تر ټولو سترې دیموکراسۍ هند کې عمومي ټاکنې چې شپږ اونۍ یې دوام وکړ د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د جون لومړۍ نېټه) پای ته ورسیدلې. د ۵۴۳ پارلماني چوکیو له پاره د ټول هیواد په کچه د رای اچونې بهیر په اوو پړاونو کې ترسره شو.

انتخاباتي کارکونکو لیري پرتو سیمو ته ځانونه رسولي ول او د رای ورکوونې د شرایطو درلودونکو کسانو د سختې ګرمۍ سربیره هم خپلې رایې وکارولې. تمه کیږي چې د ټاکنو پایلې به د سه شنبې په ورځ اعلان شي.

د دغه هیواد په مختلفو برخو کې د سختې ګرمۍ له کبله د ډیر شمیر کسانو د مړينې خبر ورکړل شوی دی. په یو شمیر سیمو کې د حرارت درجه د سانتي ګرید تر ۴۶ درجو هم لوړه وه. په یوه ورځ کې د ټاکنو د بهیر د لسګونو کارکونکو مړينه د دې موضوع جدیت په ډاګه کوي.

د شمالي ایالت اترپردیش د ټاکنو مشر نودیپ رِنوا ویلي دي چې د ټاکنو په وروستۍ ورځ په دغه ایالت کې ۳۳ انتخاباتي کارکوونکي د سختې ګرمۍ له کبله مړه شوي دي.

د هند د هوا پيژندنې ادارې ویلي دي چې تیره ورځ (شنبه) د اترپردیش ایالت په جهانسي ښار کې د حرارت درجه ۴۶،۹ ته رسیدلې وه.

Hitzewelle in Indien
د سختې ګرمۍ سربیره هم خلک د رای ورکونې په خاطر په اوږدو کتارونو کې د خپل نوبت له پاره ولاړ ولانځور: Sahiba Chawdhary/REUTERS

په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په مړه شوو کسانو کې امنیتي او د صفائې برخې کارکوونکي هم شامل دي.

د ټاکنو کمیسیون افسر نودیپ رِنوا خبریالانو ته وویل: «د مړو کورنیو سره به ۱،۵ میلیونه هندي روپۍ مرسته وشي.»

ډاکتران وایي چې کله د یوه کس د بدن اوبه کمې شي، نو د شدیدې ګرمۍ له کبله یې وینه ټينگیږي او وروسته له هغې یې د بدن غړي خپل فعالیت پریږدي.

په هند کې د شدیدې ګرمۍ څپه کومه نوې خبره نه ده، خو د اقلیمي بدلونو له کبله دا وار له وخته مخې دغه څپه را رسیدلې او شدیده هم ده. د ګرمۍ دغې څپې د هند د ګاونډي هیواد پاکستان یو شمیر سیمې هم ځپلي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا