هغه هیوادونه چې پايتخت یې له يوه ښاره بل ته انتقال شوی دی
د اندونيزيا حکومت له کلونو راهيسې پلان لري چې خپل پايتخت انتقال کړي. علتونه یې دا دي چې په جاکارتا کې ترافيکي گڼه گوڼه زياته او ښار کرار کرار د سمندر تر اوبو لاندي کيږي. نورو کومو هېوادونو خپل پايتخت انتقال کړی؟
نايجيريا - له گرمۍ څخه تېښته
لاگوس ښار (کيڼ) چې په ميليونونو نفوس لري، تر۱۹۹۱م کاله پورې د نايجيريا پلازمېنه وو. خو ډېر نفوس، گرمۍ او ترافيکي بې نظمۍ حکومت اړ کړ چې ۳۰۰ کيلومتره ليرې (ښی انځور) ابوجا ښار ته چې لوړ پروت دی، پايتخت انتقال کړي. هلته هوا معتدله ده.
کانبره - يو توافق
په ۱۹ ميلادي پېړۍ کې د استراليا د دوو سترو ښارونو سدني او ميلبورن ترمنځ سيالي وه. خو حکومت د يوه بل توافق پريکړه وکړه. تر اوږده لټون وروسته د هېواد په جنوب ختيځ کې يو نوی ځای، کانبره د پلازمينې په توگه انتخاب شو. د استراليا پلازمېنه د سدني او ميلبون ښارونو ترمنځ پرته ده.
برازيل - بريالۍ پروژه
په ۱۹۶۰م کال کې تر اوږدو بحثونو وروسته د برازيل پايتخت له ريو دي جنيرو څخه برازيليا ته انتقال شو.(ښی انځور) هلته هم علتونه همدا وو چې ريو ډير ډک وو او د هېواد يوې څنډې ته پروت وو. برازيليا د يوې پروژې په توگه له نوي سره رامنځته شوی ښار وو. دا پروژه د نويو پلازمېنو جوړولو د پلانونو له پاره يوه ښه بېلگه بلل کيږي.
ميانمار - يوه له تصوره لېرې ستره پروژه
په ۲۰۰۵م کال کې د ميانمار پايتخت له رنگون ښاره ناپيداو ته انتقال شو. پوځي حکومت په دې توگه هغه دود پر ځای کړ چې تر هرې سترې واکمنۍ وروسته به د هېواد د نوې پلازمينې بسنټ ايښوول کیده. ناپيداو ښار ډېر ستر دی او له ېوې حکومتي ودانۍ څخه تر بلې واټن ډېر زيات دی.
پاکستان - د اقتصاد پر ځای د پوځ نفوذ
د پاکستان حکومت په ۱۹۵۹م کال کې پريکړه وکړه چې پايتخت له کراچۍ (کيڼ انځور) څخه اسلام آباد (ښی انځور) ته انتقال کړي. په دې ترتيب پر سياست د کراچۍ د شتمنو سوداگرو د نفوذ مخه بايد يو څه نيول شوې وې. نوې پلازمېنه راولپنډۍ د پوځ مرکز او د کشمير لانجمنې سيمې ته هم نزدې ده.
نور- سلطان - د واکمن سمبول
آستانه (ښی انځور) هم له سره نوې د نقشې کښلو پر تخته جوړه شوې وه. حکومت له مهم تجارتي مرکز الماتا څخه په ۱۹۸۷م کال کې کډه وکړه. جاپاني مهندس کيشو کورو کاوا دغه ښار ته يوه عصري بڼه ورکړې وه. خو په ۲۰۱۹م کال کې دغه ښار پخواني ولسمشر نور سلطان نظر بايف ته د درناوې په وجه د نور- سلطان په نامه ونومول شو.
مسکو - د زړې پلازمينې بيرته را ژوندي کول
له سانت پيترسبورگ څخه مسکو ته د پايتخت انتقال په ۱۹۱۸م کال کې د شوروي اتحاد تر بنسټ ايښوولو وروسته په اکثريت سره ترسره شول. مسکو تر دې دمخه هم چې ستر پيتر سانت پيترسبورگ د خپلې پلازمينې په توگه نومولی وو، د روسیې پلازمېنه وو.
آلمان - د بيرته يووالي پلازمېنه
تر دويمې نړيوالې جگړې وروسته آلمان ويشل شوی وو. د لويديځ آلمان د حکومت پلازمېنه بن ښار وو او د ختيځ آلمان پايتخت برلين وو. خو د لويديځ آلمان په اساسي قانون کې دا ليکل شوي ول چې د يوځای کيدو په صورت کې به برلين د آلمان پلازمېنه وي. په ۱۹۹۰م کال کې تر يووالي وورسته همداسې وشول.