هغه آلماني ګوندونه چې ښايي کله مو ورته نوم نه وي اوریدلی
آلمانان کولای شي چې په راروانو ټاکنو کې مسحیي دیموګرات اتحاد او یا سوسیال دیموکرات ګوند ته رایې ورکړي. خو هغوی کولای شي ځینو نورو داسې ګوندونو ته رایې ورکړي چې ښايي ډیری کسانو یې نوم نه وي اوریدلی.
د حیواناتو د ساتنې ګوند
په آلمان کې د حیواناتو د حقونو فعالین کله لویې لارې بندوي ترڅو څنګښې د واټ له یوه سره بل ته تیرې شي. نو د حیرانتیا خبره نه ده چې په دې هیواد کې د «انسان چاپیریال او د حیواناتو هوسايي» په نوم ګوند فعالیت کوي. دغه ګوند په ۲۰۱۳ کال کې د آلمان له ۶۲ میلیونه رایو څخه یوازې ۱۴۰ زره وګټلې.
جمهوري غوښتونکي
آلمان هم جمهوري غوښتونکي لري چې ګوند یې د «REP» په نوم یادیږي. دغه ګوند د امریکا متحده ایالاتو له جمهوري غوښتونکو سره هیڅ تړاو نه لري. د آلمان جمهوري غوښتونکي ښي اړخه عوامپاله دي او ځانونه «محافظه پاله وطنپال» ګڼي چې وايي هدف یې «د فرهنګ او هویت» ساتنه ده.
ګوند
دغه ګوند ځان ته یوازې «پارټي» یا د «ګوند» نوم ورکړی دی. بنست یې په ۲۰۰۴ کال کې د آلمان د «تایتانیک» په نوم د طنزونو مجلې د مسئولو مدیرانو له خوا کیښودل شو. د ګوند مشر مارتین زونیبورن نومیږي. هغه په ۲۰۱۴ کال کې وتوانید چې د خپل ګوند له پاره د اروپا په پارلمان کې یوه څوکۍ وګټي. کیدای شي چې په راتلونکو ټاکنو کې دغه ګوند ښې لاس ته راوړنې ولري. تیر ځل یې له ۷۹ زره څخه کمې رایې ګټلې وې.
ریفرنډم یا ټولپوښتنې نومې ګوند
د دغه ګوند ګډونوال غواړي چې خلک ټولې سیاسي پریکړې وکړي. هغو وایي چې له دې سره به د ګوندونو نقش لا دیموکراتیک شي او سیاست به د لابیستانو پر ځای پر خلکو باندې تمرکز وکړي.
د آلمان مارکیسیستي او لیلنستي ګوند
که څه هم نیم آلمان یو وخت کمیونست وو، خو دا یو وړوکی ګوند دی. کله چې له ۱۹۴۹ کاله بیا تر ۱۹۸۹ کال پورې آلمان په دوو برخو ویشل شوی وو نو ختیځ آلمان د سوسیال اتحاد ګوند له خوا رهبري کیده. خو اوس د آلمان دغه ګوند په سیاست کې ډیر فعاله نه دی. په تیرو ټاکنو کې یې ۲۴ زره رایې ګټلې وې.
عسیویان د آلمان له پاره
دغه ګوند په ۲۰۱۵ کال کې د «انجیل د وفادارو عیسویانو او د ګارګرو، چاپیریال او کورنۍ ګوند» تر یوځای کیدو وروسته رامنځ ته شو. دغه ګوند د هغه څه له پاره چې د انجیل ارزښتونه یې بولي تبلیغ کوي: د اتباعو آزادي، د قانون حاکمیت، واده، کورنۍ او او د خدای د مخلوق ساتنه.
«هیومنست» یا بشر دوست ګوند
دغه ګوند د آلمان په یوازې یوه ایالت کې فعاله دی او ۲۰۰ غړي لري. هدف یې آزادي، عدالت او وده ده. دا ګوند په خپل پروګرام کې د حکومت له خوا کلیساو ته د پیسو د نه ورکړې په اړه هم خبرې کوي.
د V-Partei³ ګوند
دغه ګوند د هغو کسانو له خوا چې غوښه نه خوري، په ۲۰۱۶ کال کې په مونشن کې جوړ شو. ۱۲۰۰ غړي لري او هدف یې تر ۲۰۳۰ کاله پورې د ټولو قصابیانو تړل دي. شعار یې «موږ له ژوند سره مینه لرو»، دی.
د غیر مشروط اساسی عاید له پاره اتحاد
دغه ګوند غواړي ټول اساسي عاید ولري پرته له دې چې د هغوی شرایط په پام کې ونیول شي چې ایا کار کوي او یا نه. د آلمان په ۱۶ ایالتونو کې رای اچوونکي کولای شي چې دې اتحاد ته رایې ورکړي. خو دا لا روښانه نه ده چې دغه ګوند څرنګه غواړي دغه ډول عاید تمویل کړي او دا چې د اساسي عاید اندازه به څومره وي.
بیرګ یا غر نومې ګوند
دغه ګوند یوازې په برلین کې فعاله دی او غړي یې ځانونه هنرمندان، پخواني سفر کوونکي، دنده لټوونکي، رسنیو پورې تړلي کسان او نور خلاقه کسان بولي. د دې ګوند غړي خپل پوسترونه پخپله طرح کوي.
د ښاریانو ګوند
دغه ګوند هم یوازې په برلین کې فعاله دی او ۲۵۳ غړي لري. د دې ګوند د غړو له پاره د هیپ هاپ موزیک ډیر ارزښت لري. هغوی همداراز احترام، ټولنې او خلاقیت ته هم د ډیر ارزښت قایل دي. دغه ګوند د تبعیض او منزوي کولو خلاف پروګرامونه لري.
د متقاعدینو ګوند
دغه ګوند نور په ټاکنو کې فعالیت نه کوي. د متقاعدینو ګوند په ۲۰۱۳ کال کې یوازې ۲۵ زره رایې وګټلې او غړو یې هغه په ۲۰۱۶ کال کې منحل کړ.