1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هسپانیه په سمندر کې له ۳۰۰ ډير ژغورل شوي مهاجر منلي

۱۳۹۷ دی ۷, جمعه

څه د پاسه ۳۰۰ هغه کډوال چې د مهاجرو د ژغورنې لپاره د «اوپن آرمس» یا «پرانیستي غیږ» نومې بیړۍ له خوا ژغورل شوي دي، له کابو یوې اونۍ څخه راهيسې د هسپانې په لور روان دي. ايټاليا او مالتا د دغو مهاجرو له منلو ډډه کړې ده.

https://p.dw.com/p/3AiAw
Spanien Mehr als 300 Migranten im Mittelmeer gerettet
انځور: picture-alliance/AP Photo/O. Calvo

څه د پاسه ۳۰۰  مهاجر چې په سمندر کې له ډوبیدو ژغورل شوي دي، اوس د مهاجرو د ژغورنې په یو بیړې کې هسپانې ته روان دي. هسپانيې تیاری ښودلی چې دغه مهاجر ومني. د آلمان خبري آژانس د هسپانيې پلازمينه مادريد څخه د هسپانوي رسنيو په حواله ليکي چې تمه ده د ژغورل شوو مهاجر بیړۍ به د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د دسامبر ۲۸مه) د هسپانيا په اندلس کې د الګسيراس بندر ته ورسيږي.

له همدې کبله په بیړۍ کې سپاره کسان اړ شول تر څو د کريسمس جشن په بیړۍ کې ولمانځي. د «ايل اسپانول» په نوم ېوې آنلاين ورځپاڼې ويلي دي چې د «استرال» په نوم يوې بلې مرستندويې بیړۍ له خوا ژغورل شوو مهاجرو ته دارو درمل رسول شوي دي.

د «پرو اکتيفا اوپن آرم» ادارې له خوا په يوه خپره شوې ويډيو کې ښکاري چې په بیړۍ کې يو شمير ماشومان او تنکي ځوانان په داسې حال کې چې د کريسميس خولې يې پر سر دي، لوبې کوي او د انځورګرۍ کتابونه ورباندې ويشل کيږي.

Spanien Mehr als 300 Migranten im Mittelmeer gerettet
د «پرانيستې غيږ» کشتۍ کارکونکي د مهاجرو د ژغورنې پرمهالانځور: picture-alliance/AP Photo/O. Calvo

مرستندويې ادارې په يوه ټويټري پيغام کې ليکلي: «انسانان د اوپن آرمس په يوه زړه بیړۍ کې له سترو هيلو سره د حرکت په حال کې دي.»

 دغه مهاجر يوه اوونۍ مخکې په داسې حال کې چې په درو جلاو بیړیو کې سپاره ول په سمندر کې ژغورل شوي ول. دوی د ليبيا له ساحلونو د اروپا پر لور حرکت کړی وو.

د ايټاليا د کورنيو چارو وزير ماتئو سالويني ويلي دي چې د هيواد بندرونه يې د ملکي بیړیو پر مخ «تړلي» دي.

له هغه ځایه چې د روم عوامپاله حکومت د مهاجرت پر موضوع يو سخت سياست اختيار کړی، د روان کال په دننه کې اکثرو مهاجرو هسپانیې ته مخه کړې ده.

د ايټاليا د کورنيو چارو وزير مارتئو سالوينې چې د روان کال په انتخاباتي کمپيانونو کې يې د مهاجرت ضد کوم شعارونه او ژمنې کړې وې هغه يې په عمل کې هم ښودلي دي. سالوينې څو مياشتې مخکې هم د مهاجرو بیړیو ته اجازه نه وه ورکړې چې د ايټاليا په بندرونو کې لنګر واچوي.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: