محمد ولي ځلمي له نړۍ سترګي پټي کړې. نوموړي ترنیمه پيړۍ زیات وخت د قلم په ژبه تر ۴۰ ډیرمهم کتابونه لیکلي دي. هغه د کندهار د مطبوعاتو مسؤل، په وزارت کي د پښتو د تعمیم او انکشاف لوی مدیر، د طلوع افغان او اصلاح ورځپاڼو مسؤل مدیر، د کندهارتاریخي مجلې او هلمند جرېدې مؤسس او د ویښ زلمیانو غړی هم پاته سوی ؤ. ورباندي له کندهار څخه د محمد ابراهيم سپېڅلي راپور دلته واورئ: