نيپال: ماؤيستان او ماشوم سرتېري
۱۳۸۵ اسفند ۱۷, پنجشنبهد هيومن رايټس واچ په هغه دوه اويامخيزراپورکې چې د ٢٠٠٧ ميلادي کال د فبروري په مياشت کې خپور شو، تشريح شوي چې ماؤيستان څنگه په جگړوکې له ماشوم سرتېرونه کاراخلي اوحتی نوي ماشومان جلبوي، سره لدې چې د تېرميلادي کال د نومبرپه يوويشتمه نېټه يې د نيپال له حکومت سره د سولې تړون لاسليک کړ.
د هيومن رايټس واچ نوموړی راپورچې د پخوانيوماشوم سرتېرو اونيپالي او نړيوالوڅارونکوپرمرکواتکا کوي، مستندوي چې څنگه حتی څوارلس کلنوماشومانوپه جبهوکې جگړې کړيدي. دغوماشومانوته د وسلو استعمال ورزده شوی اوبايدچې د ماؤيستانولپاره يې ټاکونکې لوژيستيکي اوپوځي دندې سرته رسولې وای.
ماؤيستان تورونه ردوي
نيپالي اونړيوال څارونکي په دې عقيده دي چې تر ۴٥٠٠ تنوپورې ماؤيستي سرتېرو، د جلبېدوپه وخت کې تراتلسوکلونولږعمردرلود. هغوۍ مجبورووچې په يوې لس کلنې کورنۍ جگړې کې برخه واخلي، د کومې په ترڅ کې چې تر ١٣٠٠٠ تنولاډېرانسانان وژل شويدي. مگر د نيپال ماؤيستانو د ماشوم سرتېروجلبول او په کارگمارل تل مدام ردکړيدي. کله چې د نيپال د ماؤيستانوله لارښود پراچنداڅخه د ٢٠٠٦ ميلادي کال د نومبرپه اتلسمه نېټه د هيومن رايټس واچ لخواپدې هکله تپوس وشو، نو د ماؤيستانو رسمي دريځ يې يو ځل بياتکرارکړ:» مونږهيڅکله هم پوځ ته د ماشوم سرتېرو د جلبولوسياست ندی تعقيب کړی. مگرزمونږ د پوځ لخوا، تريوه حده لا، د هغوماشومانوپالنه کيږي چې مېندې اوپلرونه يې ځورول شويدي. «