1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نه ختمېدونکې ترهګري

ويرا کيرن/ا.ا۱۳۹۵ شهریور ۲۱, یکشنبه

د سپتمبر د ۱۱مي تر بريدونو وروسته پر جګړه ځپلو هيوادونو افغانستان، عراق او سوريې سربيره په نوره نړۍ کي کوم لوی ترهګر بريدونه تر سره سول؟ د دغو بريدونو لنډه کرونولوژي دلته لوستلای سئ:

https://p.dw.com/p/1K04v
انځور: AP

د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د ۱۱مي تر بريدونو وروسته د ترهګرۍ څپه لا پای ته نه ده رسېدلې. بې له لاتين امريکا د نړۍ نورو ټولو سيمو ته ترهګري رسېدلې ده.

د ۲۰۰۱م کال د سپتبمر د يولسمي تر بريدونو وروسته د «ترهګرۍ پر ضد جګړه» پېل سوه. تر هغه لس کاله وروسته اوساما بن لادن چي د دغو بريدونو طراح بلل کيږي، د پاکستان په اېبټ آباد کي د ځانګړو امريکايي عسکرو په عملياتو کي ووژل سو.

د «ترهګرۍ پر ضد جګړه» چي د طالبانو د رژيم پر ضد په پوځي عملياتو پېل سوه، لمن يې تر عراق پوري هم وغځېدله. د عراق جګړه بيا د داعش ډلې د رامنځ ته کېدو لامل سوه.

د سپتمبر له يولسمي څخه پنځلس کاله وروسته اوس داعش داسي يوه ډله ده چي په ټوله نړۍ کي د ترهګرۍ يو بېروونکی سمبول ګرځېدلې ده. اوس په نړۍ کي تقريباً هر پلان سوی، تر سره سوی او يا ناکامه سوی ترهګر بريد د همدغې ترهګري ډلي (داعش) له خوا تنظيم سوی وي.

د ترهګرۍ څپې تر ټولو زيات و آسيا ته لانجې پيښي کړي دي. په آسيايي هيوادونو لکه افغانستان، پاکستان او عراق کي ترهګريز بريدونه د ورځني ژوند برخه ګرځېدلي دي.

په افريقا کي او په زياته بيا په نايجيريا او سوماليا کي د جهادي ډلو، لکه بوکو حرام او الشباب له خوا خونړي بريدونه تر سره کيږي. په اروپا کي دننه فرانسه او ترکيه تر ټولو زيات له ترهګرۍ سره لاس او ګرېوان هيوادونه دي.

د سپتمبر د ۱۱مي تر بريدونو وروسته پر جګړه ځپلو هيوادونو افغانستان، عراق او سوريې سربيره په نوره نړۍ کي کوم لوی ترهګر بريدونه تر سره سول؟ د دغو بريدونو لنډه کرونولوژي داسي ده:

اروپا

په اروپا کي تر ټولو زيات او سخت ترهګر بريدونه په فرانسه کي تر سره سول. درې بريدونه داسي ول چي پکښې انسانانو ته سخته مرګ ژوبله واوښته. د ۲۰۱۵م کال په جنوري مياشت کي پر طنزي مجلې «شارلي ابدو» باندي وسله وال بريد او تر څنګ يې په سوپرمارکېټ کي په يرغمل نيونه کي ۱۶ انسانان د ترهګرۍ قربانيان سول. د ۲۰۱۶م کال په جولای مياشت کي يو ځل بيا ترهګرو فرانسه په نخښه کړه او په نيڅا کي د يو بريدګر له خوا ۸۴ انسانان تر لارۍ موټر لاندي او ووژل سول.

په بلجيم کي هم د ۲۰۱۶م کال په مارچ مياشت کي پر هوايي ډګر ځانمرگي او بمي بريدونو ۳۸ انسانان ووژل.

خو د فرانسې او بلجيم تر پيښو تقريبا لس کاله مخکي بريتانيا د ۲۰۰۵م کال په جولای مياشت کي د ترهګرو بريدونو شاهد اروپايي هيواد وو. په لندن کي د جولای مياشتي پر ۷ مه نېټه تر مځکي ميترو کي غبرګو بمي بريدونو ۵۲ انسانان ووژل او ۷۰۰ نور يې ژوبل کړل.

په لندن کي تر بريدونو تقريبا يو کال مخکي يعني د ۲۰۰۴م کال د مارچ مياشتي پر ۱۱مه نېټه په هسپانيا کي ترهګر بريدونه وسول. په دې ترڅ کي په مادريد کي په اورګاډو کي ۱۰ بمونه وچاودېدل چي پکښي ۱۹۱ انسانان ووژل او تر ۱۸۰۰ نور زيات ژوبل سول. دغه بريدونه په سويلي اروپا کي تر ټولو خونړي بريدونه ول چي پړه يې د القايدې شبکې پر غاړه واخيسته.



آسيا

په تيرو پنځلسو کالو کي په ترکيه کي درې لوی ترهګر بريدونه وسول چي پکښي زيات شمېر انسانانو ته مرګ ژوبله واووښته. د ۲۰۱۵م کال د اکتوبر مياشتي پر لسمه نېټه د حکومت د مخالفينو پر احتجاج په بمي بريد کي تر ۱۰۰ زيات انسانان ووژل سول. تر هغه وروسته د ۲۰۱۶م کال په جنوري او جون مياشتو کي يو ځل ۱۲ جرمني سېلانيان د ځانمرګي بريد قربانيان سول او يو ځل پر اتا ترک هوايي ډګر د داعش بمي بريدونو ۴۵ انسانان ووژل او تر ۲۰۰ زيات نور يې ژوبل کړل.

د ۲۰۱۵م کال د اکتوبر مياشتي پر ۳۱مه نېټه د روسيې يوه مسافر وړونکې الوتکه په سينايي نيمه ټاپو کي ولوېده چي پکښي ټول ۲۲۴ مسافرين ووژل سول. وروسته داعش وويل چي دغه الوتکه دوی رااچولې ده.

په ۲۰۱۱م کال د روسيې د پلازمېني مسکو پر هوايي دګر ځانمرګي بريد ۳۷ انسانان ووژل او تر ۱۰۰ زيات نور يې ټپيان کړل. د۲۰۱۰م کال په مارچ مياشت کي د مسکو پر مېترو ځانمرګي بريد وسو چي پکښي ۴۰ انسانان ووژل سول او ۸۴ نور ژوبل سول.

په ۲۰۰۲م کال کي د اندونيزیا په بالي ټاپو کي د سېلانيانو پر نڅاځای په بريد کي ۲۰۲ انسانان ووژل سول چي اکثره يې آستراليايان ول.

د ۲۰۰۸م کال د نوامبر مياشتي پر ۲۸مه نېټه د هند په ممبی ښار کي وسله والو ترهګرو۱۷۰ انسانان ووژل. دا په داسي حال کي چي په هند کي تر دغي پيښي دوه کاله مخکي د ۲۰۰۶م کال په جولای مياشت کي په همدغه ممبی ښار کي پر اورګاډو په بمي بريدونو کي تقريبا ۱۹۰ انسانان ووژل سول او تر۷۰۰ زيات نور ژوبل سول.

په روان مېلادي کال کي د پاکستان په لاهور ښار کي د لوبو پر يو ځای په بريد کي ۷۰ انسانان ووژل سول چي زيات پکښې ماشومان او عيسويان ول. تردې دمخه د ۲۰۱۴م کال په دسمبر مياشت کي په پېښور کي پر يوه پوځي ښوونځي بريد هم په نړيواله توګه خواشيني رامنځ ته کړې وه. په دغه بريد کي ۱۳۴ ماشومان ووژل ول. خو د يادو بريدونو تر څنګ په پاکستان کي ډېر نور ترهګر بريدونه هم په تيرو ۱۵ کالو کي تر سره سوي چي پاکستان وايي په ټوليزه توګه په لسونو زره انسانان پکښي وژل سوي دي.

افريقا

د افريقا په ختيځو برخو کي پراته هيوادونه لکه کينيا، سوماليا او يوګانډا کي الشباب ډلي له څو کلونو راهيسي د بريدونو او وېره اچوني لړۍ ته ادامه ورکړې ده. په نايجيريا، عاج ساحل او په مالي کي انسانان له بوکو حرام ډلي څخه د تېښتي په حال کي دي او په شمالي افريقا کي په ځانګړې توګه د سېلانيتوب له پاره پر مهمو سیمو ترهګر بريدونه تر سره کيږي.

امريکا متحد ايالات

د امریکا په متحدو ايالاتو کي د ۲۰۱۶م کال د جون مياشتي پر ۱۲مه نېټه یو ۲۹ کلن افغان الاصله ځوان د همجنسبازانو پر يو محفل په وسله وال بريد کي ۴۹ انسانان ووژل. دغه بريدګر ځان د داعش ملاتړی اعلان کړی وو.

د ۲۰۱۵م کال د دسامبر مياشتي پر دويمه نېټه د سيد فاروق او شتفين ملِک په نوم يوې جوړې د کرسمس په يو محفل کي په بريد کولو سره د معذورو انسانانو په يو مرکز کي ۱۴ کسان ووژل.

دغه راز د ۲۰۱۳م کال د اپريل مياشتي پر ۱۵ مه نېټه د بوسټن په مراتون (ډله ايزه ځغاسته) کي بمي بريدونو درې انسانان ووژل او ۲۶۴ نور يې ژوبل کړل.