نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ تیر ۲۸, چهارشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۸۷۲م کال پر همدې ورځ د بریتانیې له خوا د مخفي رایې ورکول معرفي شو.
د ۱۹۶۲م کال پر نن ورځ د پیرو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې یوه نوماند هم اړیني رایې و نه گټلې. دغه مسئله سنا ته وړاندې شوه خو پوځ قدرت په خپل لاس کې واخیست او دولت ئې گوښه کړ.
د ۱۹۷۲م کال پر همدغه ورځ د مصر دولت له دغه هیواد څخه د روسي پوځي مشاورینو د وتلو امر وکړ.
د ۱۹۹۳م کال پر نن ورځ د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف، له خپلې دندې استعفی وکړه او پارلمان ئې منحل کړ او په دغه هیواد کې د نوو ټاکنو اعلان وشو.
د ۲۰۰۲م کال د جولایې د میاشتې پر اتلسمه نیټه عبدالکلام د هندوستان د ۱۲ ولسمشر په توگه وټاکل شو.
د ۲۰۰۸م کال پر همدغه ورځ د افغانستان د دایکنډي په ولایت کې د فرانسې دوه تنه مرستندویان وتښتول شول.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم