1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ تیر ۲۶, دوشنبه

نن دوشنبه، د جولای د میاشتې ۱۶مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۹۸مه ورځ ده. د کال پای ته ۱۶۸ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/15YUb
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۸۵۵م کال پر همدې ورځ د بریتاینا پارلمان په استرالیا کې یو حکومت جوړ کړ.

د ۱۹۲۱م کال پر نن ورځ یونایي ځواکونو په ترکیې کې د دې هیواد ځواکونو ته ماتې ورکړه.

د ۱۹۲۵م کال پر همدغه ورځ په عراق کې لومړي ټاکل شوی پارلمان پخپل کار پیل وکړ.

د ۱۹۴۰م کال پر نن ورځ ادلف هیتلر د بریتانیې د نیولو امر ورکړ.

د ۱۹۴۵م کال د جولای د میاشتې پر ۱۶مه نیټه امریکا د مکسیکو په دښتو کې لومړۍ اتومي بم وچاوه او د یو اتومي عصر ئې پیل کړ.

د ۱۹۷۹م کال پر همدې ورځ صدام حسین د عراق د ولسمشر په توگه د دې هیواد واک په لاس کې واخیست.

د ۲۰۰۱م کال پر همدې ورځ چین او روسیې پس له پنځوسو کلونو د ملگرتیا یو تړون لاسلیک کړ.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض