نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ خرداد ۵, جمعهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۷۴۴م کال پر همدې ورځ د اطریش ځواکونو پر فرانسې برید وکړ.
د ۱۸۴۶م کال پر نن ورځ ناپیلیون بوناپارټ د فرانسې له هام ښار څخه د بندې کیدو له ویرې لندن ته وتښتید او بیا دوه کاله وروسته فرانسې ته راستون شو او د دغه هیواد د ولسمشر په توگه وټاکل شو.
د ۱۹۲۳م کال پر همدغه ورځ ختیځ اردن د امیر عبدالله تر مشرې لاندې د خپلواکۍ اعلان وکړ.
د ۱۹۶۹م کال پر نن ورځ د سوډان پارلماني دولت د یوې خونړۍ کودتا په ترڅ کې ړنگ شو او جنرال جفار د حکومت واگي په لاس کې واخیستل.
د ۱۹۷۹م کال د مې د میاشتې پر ۲۵مه نیټه د متحده ایالاتو د هوایي شرکت «امریکن ائیرلاین» د یوې الوتکې د ماشین د خاموشه کیدو وروسته د شیکاگو په هوایي ډگر کې راولویده او پکښې سپاره ټول ۲۷۲ تنه ووژل شول.
د ۱۹۸۹م کال پر همدغه ورځ د چین لومړي وزیر لي پینگ دا خبره رد کړه چې گواکې د محصلینو د لاریون د ځپلو له پاره ئې د پیکنگ شاو خوا پوځیان ځای پر ځای کړي دي.
د ۱۹۹۷م کال پر همدې ورځ سیرې لیون کې یاغیانو د یوې کودتا په ترڅ کې حکومت رانسکور کړ.
د ۲۰۰۱م کال پر نن ورځ د بخښنې نړیوال سازمان «ایمنسټي انټرنیشنل» د خپلو فعالیتونو ۴۰مه کلیزه ولمانځله.
د چین د هوایي شرکت یوه مسافر وړونکي الوتکه چې پکښې ۲۰۶ تنه مسافر او د عملې ۱۹ تنه سپارل ول په تائیوان کې رانسکوره شوه او پکښې سپاره ټول کسان ووژل شول.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش