ننګرهار کې یوه کس خپله مېرمن، مور او پلار وژلي دي | افغانستان | DW | 09.04.2018
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

ننګرهار کې یوه کس خپله مېرمن، مور او پلار وژلي دي

د ننگرهار چارواکي وايي چي په جلال اباد ښار کې یوه کس خپله مېرمن، مور او پلار د توپانچې په ډزو وژلي دي. د پيښي لامل کورنی تاوتريخوالی ښوول شوی دی.

د ننګرهار د والي سرپرست ویاند نوراحمد حبیبي دويچه ويله ته تاييد کړه چي پېښه د جلال اباد ښار د پنځمي ناحیې اړوند په عبدالحق مېنه کې شوې ده.

حبیبي وويل چې د دې پېښې عامل نورمحمد له اره د شیرزادو ولسوالۍ اوسېدونکی دی او پولیسو نیولی دی. هغه ويلي دي چي قاتل اعتراف کړی دی چې خپله مېرمن، مور او پلار یې وژلي دي.

نوراحمد حبیبي وايي، د قضیې په اړه د لا ډېرو مالوماتو له پاره له نیول شوي نورمحمد څخه پوښتني گروېږني روانې دي او دغه راز د پېښې په سیمه کې هم پلټنې پیل شوي دي.

د ننګرهار د ښځو چارو رئیسه انیسه عمراني هم دغه پيښه تائد کړې ده.

په ختیځ کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشري صبرینا حمیدي هم د پېښې د پخلي تر څنګ پر یاده پېښه خواشیني ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې د پېښې د لا ښې څېړنې په موخه یې په سیمه کې څېړنې پیل کړي دي.

هغه وايي، دا ډول پېښې تر ډېره د کورني تاوتریخوالي له امله پېښېږي.

چارواکي وايي، امنیتي ادارې به دا قضیه په دقیق ډول له څېړلو وروسته د پېښې اصلي عامل د قانوني کړنو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري.

له دې وړاندي هم په ننګرهار کې دا ډول پېښې رامنځته شوي دي چې ډېري یې د کورني تاوتریخوالي له امله وي.

اعلان