ناپیژندل شویو وسلوالو په بلخ کې ۱۳ مسافر ووژل | افغانستان | DW | 05.09.2015
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

ناپیژندل شویو وسلوالو په بلخ کې ۱۳ مسافر ووژل

ناپیژندل شویو وسلوالو کسانو د شنبې په ورځ د مزاشریف ښار او زارې ولسوالۍ ترمنځ له دوو موټرو څخه ۱۴ مسافر راښکته کړي او له ډلې څخه یې له یوې ښځې پرته ۱۳ نارینه وژلي دي. د بلخ پولیس وایي په دې اړه یې څیړنې پیل کړي دي.

اوډيو واورئ 02:25
اوس په ژندۍ بڼه
02:25 دقيقې

مرکه: د بلخ ولایت د پولیسو ویاند شیرجان دراني د پیښې جزئیات ورکوي

د زارع ولسوال جعفر حیدري، له دویچه ویله سره د تلیفون پر کرښه مرکه کې وویل چې دغه مسافر چی ټول د هزاره له قوم څخه دي له مزاشریف ښار څخه زارع ولسوالۍ ته روان وو چی وسله والو ووژل.

د ولسوال په خبره د دوی لومړنۍ څیړنې ښيي چې دغو وسله والو د پولیسو جامې پر تن کړې وې او له برید وروسته له سیمې څخه تښتیدلي دي. د بلخ د امنیه قومانداني د پیښې پخلی کوي او وایي چې څیړنې یې پیل کړي دي.
د دغو کسانو د ژلو مسوولیت تر اوسه پورې کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی خو د بلخ ولایت د پولیسو ویاند وویل چې برید کوونکي کیدای شي غله وي.
له تیرو درو میاشتو راهیسې دا په زارع ولسوالی کی دویمه ورته پیښه ده. تر دې مخکې ناپيژندل شویو وسلوالو د یوه بهرني وګړي په ګډون د ملي پیستون نهه تنه کارکونکي وژلي وو.
د پیښې جزئیات په مرکه کې واورئ.

DW.COM

د موضوع په اړه ویدیوگانې او غږونه