1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نايجيريا: پر مسجد د بريد قربانيان تر۱۰۰ زيات سول

احمدولي اڅکزی / اژانسونه۱۳۹۳ آذر ۸, شنبه

د کانو ښار په يوه مسجد کي تر بمي چاودني وروسته د قربانيانو شمېر تر۱۰۰ زيات سوی دی. اوس داسي پوښتني رامنځ ته سوي دي، چي آيا توندلاري ډلي بوکو حرام د خپلو مسلمانو وروڼو په وژنه هم پيل کړی دی که څنګه؟

https://p.dw.com/p/1Dwvg
انځور: Reuters

د لوېديځي افريقا په نايجيريا هيواد کي تقريباً يوه ورځ لا هم داسي نه تيريږي چي پکښې ترهګر بريد نه وي تر سره سوی. تر ټولو تازه بريد د جمعې په ورځ (د نومبر ۲۹مه) په کانو ښار کي تر سره سو.

د دغه بريد قربانيان د جمعې په لمونځ بوخت مسلمانان ول. د عيني شاهدانو په وينا د کانو ښار په لوی مسجد کي هغه وخت پر له پسې چاودني وسوې، چي مسلمانان د جمعې ورځي د لمانځه له پاره سره راټول سوي ول.

یو عيني شاهد د ويچه ويله ته وويل: «موږ غوښتل لمونځ وکړو، خو يو ناڅاپه موږ په يو موټر کي يو ځوان هلک وليد او د هغه وروسته لويه چاودنه وسوه.» د عيني شاهدانو په وينا يوه بله چاودنه و مسجد ته په نژدې کوڅه کي رامنځ ته سوه.

تر پيښي وروسته د قربانيانو د شمېر په هکله بېلا بېل ارقام وړاندي سول. د پيښي و ځای ته ورغلو مرستندويانو د ۸۱ قربانيانو خبر ورکړی دی. نورو شاهدانو بيا وويل چي ۱۲۰ مړي او ۲۷۰ ټپيان انسانان يې شمېرلي دي.

له مرستندويانو څخه يو کس د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي د زياتو زخميانو ټپونه ډېر جدي دي او ښايي د وژل سوو شمېر نور هم لوړ سي.

تر چاودنو وروسته فيرونه

پوليس وايي چي تر بريد وروسته د مسجد په ودانۍ او شاوخوا کي بې نظمي او وراخطايي حاکمه سوه. امنيتي چارواکو د وژل سوو د شمېر په هکله معلومات نه دي څرگند کړي. عيني شاهدان وايي چي تر چاودنو وروسته يې د فيرونو ږغونه هم واورېدل. ويل کيږي چي په قربانيانو کي يو شمېر په مرميو وژل سوي دي.

زياته سوې ده چي تر بريد وروسته سمدلاسه په مسجد کي وارخطايي رامنځ ته سوه. يوه عيني شاهد وويل: «ما په خپل ژوند کي داسي څه نه ول ليدلي. شاوخوا د وژل سوو انسانانو بدنونه او د بدن ټوټې دوري ايستي پرتې وې. نه يوازي په مسجد کي دننه، بلکي په ټوله ساحه کي.»

د دغه بريد پړه تر اوسه پوري چا پر غاړه اخيستې نه ده. خو د بوکوحرام پر وسله والي ډلي شک کيږي چي دغه بريد به يې تر سره کړی وي.

پر کوم مسجد چي بريد تر سره سوی هغه د لاميدو سانوسي دوهم په نوم د کانو د امير و ماڼۍ ته نژدې پروت دی. خو ويل سوي چي امير سانوسي د بريد پر وخت حتي په هيواد کي نه وو.

اصلي هدف امير سنوسي وو

د ځايي رسنيو د راپورونو له مخي د دغه بريد اصلي نخښه امير سانوسي وو. دغه امير او مذهبي مشر تېره اوونۍ د نايجيريا پر مسلمانانو ږغ کړی وو، چي د بوکو حرام پر ضد مبارزه پېل کړي. امير سانوسي دغه اعلان په هغه مسجد کي کړی وو، چي د جمعې په ورځ ورباندي بريد وسو.

سانوسي د بوکو حرام پر ضد مبارزه اعلان کړې ده
سانوسي د بوکو حرام پر ضد مبارزه اعلان کړې دهانځور: Aminu Abubakar/AFP/Getty Images

تندلارې ډله بوکوحرام له څو کلنو راهيسي په نايجيريا کي نه يوازي پر مسيحيانو، بلکي پر معتدله مسلمانانو هم بريدونه کوي. د يادي ډلې په بريدونو کي په تيرو پنځو کلونو کي په زرونو انسانان وژل سوي دي.

بوکو حرام غواړي چي د نايجيريا په شمال کي پر اسلامي شريعت ولاړ يو هيواد رامنځ ته کړي. نايجيريا د افريقا تر ټولو زيات نفوس لرونکی هيواد دی چي مسلمانانو پکښې اکثريت دي. د بوکو حرام نوم د «غربي تعليم حرام دی» معنی ورکوي. دغه ډله ځان د القاعدې يوه څانګه بولي.

د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (UNHCR) د وروستي راپور له مخي د ۲۰۱۳م کال له می مياشتي راهيسي د نايجيريا له بحراني سيمو څخه د تښتېدلو انسانانو شمېر ۱،۵ ميليونو ته لوړ سوی دی. ويل سوي دي چي د دغو کډوالو تقريبا ۴۰۰ زره داسي کسان دي چي نه خوراک، نه پاکو اوبو او نه هم درملو ته لاس رسی لري.