1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مېنسک کې د اوکراین د کړکیچ په هکله غونډه کیږي

آژانسونه۱۳۹۳ بهمن ۱۹, یکشنبه

د اوکراین د کړکیچ په هکله د چهارشنبې په ورځ د سپینې روسیې په پلازمینه مېنسک کې یوه غونډه پلان شوې ده. په دغه غونډه کې به د آلمان، فرانسې، روسیې او د اوکراین د دولتونو او حکومتونو مشران برخه ولري.

https://p.dw.com/p/1EXyA
انځور: Reuters/M. Shemetov

د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل، د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند، د اوکراین ولسمشر پېترو پورو شینکو او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له یوه تلیفوني کانفرانس وروسته د چهارشنبې په ورځ د یوې غونډې په ترسره کیدو سلا شوي دي. خو لکه څرنگه چې د آلمان د حکومت ویاند شتیفن زایبرت په برلین کې ویلي دي، د دغه غونډې په هکله ځینې ملحوظات شته.

سیاستوال په دې هکله یوه تفاهم ته رسیدلي دي چې په برلین کې د دوشنبې په ورځ د اوکراین د کړکیچ د هر اړخیز حل له پاره باید د «اقداماتو پر یوې بستې» باندې کار ادامه ومومي. د دې هدف دا ښوول شوی دی چې د څلورو دولتونو او حکومتونو مشران د چهارشنبې په ورځ د هغې په هکله سلا مشورې وکولای شي. په برلین کې د آلمان د حکومت ویاند زیاته کړې ده چې د تیر میلادي کال په سپتمبر میاشت کې د مېنسک د تړون لاسلیک کوونکي په اصطلاح د تماس ډلې استازي هم باید د چهارشنبې تر ورځې په مېنسک کې سره راټول شي. د تماس ډله د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان، روسیې، اوکراین، او همداشان د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو له استازوه څخه جوړه ده.

د جمعې په ورځ د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند له ولادیمیر پوتین سره په مسکو کې ولیدل
د جمعې په ورځ د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند له ولادیمیر پوتین سره په مسکو کې ولیدلانځور: picture-alliance/AP/Zemlianichenko

د تیر میلادي کال د سپتمبر په میاشت په مېنسک کې د اوکراین د کړکیچ د غځیدو د مخنیوي له پاره پر یوه اوربند تفاهم رامنځ ته شوی وو، خو لکه د روسیې- اوکراین د پولې څارل او د جگړې له خط څخه د درنو وسلو پر شا کولو په شان مهمې پریکړې هیڅ عملي شوي نه دي.

روسي پلوه بیلتون غوښتونکي چې د روسیې له ملاتړ څخه برخمن دي د اوکراین په ختیځ کې د مېنسک له تړون راهیسې په سوونو کیلومتره سیمه تر خپل کنترول لاندې راوستې ده.

تیره اوونۍ د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند په ناڅاپي ډول د سولې پر یو نوښت باندې لاس پورې کړ، تر څو د اوکراین کړکیچ ته حل لاره ولټول شي. د پنجشنبې په ورځ دغو دواړو مشرانو په کیف کې د اوکراین له ولسمشر پیترو پورو شینکو سره ولیدل او بیا د جمعې په ورځ یې په مسکو کې د ولادیمیر پوتین سره ملاقات وکړ. خو د شنبې په ورځ انگلا مېرکل د مونشن په امنیتي کنفرانس کې د دغه نوښت د بریا په هکله کومه څرگندونې نه وې کړې.