موږ له Cookies څخه کار اخلو، تر څو خپل خدمات درته بهتره کړو. په دې اړه نور معلومات زموږ د معلوماتو د خونديتوب په برخه کي موندلای سئ.
په ابوظبي کې د وسلو او د تسليحاتي توکو دغه نندارتون، پر کرونا وبا سربیره په حضوري ډول جوړ شوی دی. اماراتو د خپل پوځ د لا تقويې له پاره د نندارتون په لومړۍ ورځ، د يو ميليارد او ۳۶۰ ميليونه ډالرو په ارزښت وسلې واخیستې. انځورونو ته ولاړ سی
د چهارشنبې په ورځ ناوخته د ایران په کهګیولویه او بویر احمد ولایت کې زلزله شوې. په زلزله کې په لسونو کسان ټپیان شوي دي. د ویجاړیو انځورونه په دې ګالرۍ کې لیدلی شئ.
د ناسا د پيرسیورنس په نوم روبات تر ټولو غټ او دروند دی. دغه روبات د پنجشنبې په ورځ ناوخته ماښام سرې سیارې ته کښته او په څېړنو يې پيل وکړ. انځورونه.
آلماني سرتیري کابو له ۲۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې د ناټو ماموریت په چوکاټ کې حضور لري. که څه هم د آلماني ځواکونه د ماموریت نیټه د مارچ مياشتي پر ۳۱مه ختمیږي، خو په پام کې ده چې وغځول شي.
په ۲۰۱۱م کال کې د عربي نړۍ په يو شمير هيوادونو کې خلک د ظلم او بې عدالتۍ پر ضد سړکونو ته را ووتل. د يمن د خلکو غورځنګ هم په دې موخه پيل شو. د يمن مستبد جمهور رئيس ولاړ شو، خو يوه اوږده جګړه یې ترشا پريښوده.
د ولنټاین ورځ په افغانستان کې کومه اوږده تاریخي مخينه نه لري، خو د تیرو څو کلونو راهیسې افغان ځوانان یې د نورې نړۍ په څیر د فبرورۍ په ۱۴نیټه یو بل ته د ګلانو او مختلفو تحفو په ورکولو سره لمانځي.
کبان او غوښه يوې خوا ته کړئ. حبوبات ښايي د راتلونکي «غوره خواړه» وي. د روغتيا نړيوال سازمان حبوبات صحي او ګټه ورو خواړه او د «غوښې د بديل» په توګه ياد کړي او د چاپيريال ساتنې ټولنې هم د حبوباتو پر کارولو ټينکار کوي.
د چنګیز خان د مړینې په هکله زیات روایتونه شته. په دغو ټولو کې مشترک ټکی دا دی چې ټول روایتونه د دغه جگړن د قهرمانانه مړینې یادونه کوي. یوه نوې څیړنه ښيې چې د هغه د مړینې علت احتمالا په طاعون اخته کیدل وو.
د لوبو ډګر ته د افغان ښځو د ورګرځيدو ډېره موده نه کيږي خو ورزش کارو ښځو د سپورت په کلبونو کې د هر فشار په مقابل کې مقاومت او له هرې ستونزې سره مبارزه کړې ده. نن د افغانستان د نجونو د فينسنګ يا يو ډول تورې لوبي، لوبډله درپېژنو.
د مسلمانو ښځو له پاره موډ کیدای شي له رنګارنګیو ډک، خو په عین وخت کې ستونزې زیږونکی وي. په تازګۍ سره د سعودي عربستان او اروپايي ګډ موډ یوه ننداره په ریاض کي وړاندي شوه. ځينې انځورونه يې دلته لیدلی شئ.
د کرونا بحران، د تایلنډ د توريزم صنعت سخت ځپلی دی. د دغه هيواد د کايان سيمې نجونۍ چې د «اوږدو غاړو» په درلودلو شهرت لري، د سيلانیانو بيرته ورتلو ته په انتظار دي. توريزم د تايلند یوه مهمه عایداتي سرچينه ده.
د کرونا وبا له خپريدو راهيسې په پاکستان کې د جامو د موډ لومړی نندارتون جوړ او پکې د دغه هيواد مشهورو ډيزاينرانو د ودونو له پاره جوړ شوي لباسونه نندارې ته وړاندې کړل.
په آلمان کې ورستۍ واوري د خلکو د ژوبلې، ترافيکي پيښو، د اورګاډو د پلانونو او فوټبال لوبو د لغو کیدو سبب شوي. پيښې تر ډيره په شمالي او مرکزي سیمو کې رامنځ ته شوي دي. انځورونه وګورئ او په اړه يې معلومات ولولئ.
د واورې ورښت د آلمان يو شمیر ښارونه او سيمې سپينې کړي او په سپينو واورو پوښلو شوو دغو سيمو ښکلې منظرې رامنځ ته کړي دي. د واوري د ښکلا څو بېلګې دلته کتلای سئ:
په نړۍ کې اوسمهال ۱۱ زره ۵۰۰ د خاپوړنو يا خزنده ژويو ډولونه شته. هغه ډېر بېلابېل شکلونه او رنګونه لري او ځانونه له چاپېريال سره ښه عيارولی شي. که هغه دښتې، باراني ځنګلونه او يا سمندر وي چې دوی په کې ژوند کوي.
په اروپا کې د کرونا وبا له امله محدويتونه لا دوام لري. په داسې وضعيت کې به په دوبي کې د سياحت څه حال وي؟ د انځورونو په دې ګالرۍ کې ووينئ چې د ۲۰۲۱م کال د اوړي رخصتۍ څرنګه تیرولی شئ:
د اندونیزیا هیواد په آچي ایالت کې د شرعي قوانینو له مخې دوه همجنسبازان په عام محضر کې په درو ووهل شول. د بشري حقونو ادارې دا سزا غیر انساني او توهینونکې بولي، خو د آچي اوسیدونکي بیا د دا ډول سختو سزاګانو ملاتړ کوي.