مهم خبرونه په متن او انځور کې
مهم خبرونه په متن او انځور کې
په هرات کې ترافیکي پيښې نهه تنه وژلي دي
د افغانستان په لویدیځ ولایت هرات کې د افغان چارواکو په وینا د یوې ترافیکي پیښې په پایله کې نهه تنه وژل شوي دي. د دغه ولایت د پولیسو ویاند فرهاد ولي زاده، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې د هرات او اسلام قلعه تر منځ په لویه لاره دوه موټر له یو او بل سره تصادم کړی دی. هغه ویلي دي چې د دواړو موټرو سرعت زیات وو او په خبره یي ښایي له همدې کبله دغه پيښه رامنځ ته شوي وي.
په چابهار کې چاودنې لږ تر لږه دوه تنه وژلي
د ایران په سویل ختیځ کې پروت ناکراره ولایت کې پر پولیسو یوه ځانمرګي موټربم لږ تر لږه دوه تنه وژلي دي. د سیستان بلوچستان ولایت مرستیال والي د ایران له دولتي تلویزون سره په خبرو کې ویلي دي چې د پولیسو د عمومي مقر مخې ته په دغه «ترهګریز عمل» کې دوه تنه پولیس وژل شوي دي. پيښه د چابهار په سیمه کې رامنځ ته شوې ده. د چابهار ځایي چارواکي د څلورو تنو د وژل کیدو خبره کوي
د هوایي شرکت د مالي چارو مسووله په کاناډا کې نیول شوې
د چینایي تخنیکي شرکت هوایي، مالي مسووله په کاناډا کې نیول شوې ده او ښایي امریکا متحده ایالاتو ته وسپارل شي. د کاناډا د عدلیې وزارت ویلي دي چې د جمعې د ورځې له پاره یوه استماعیه غونډه پلان شوې ده چې آیا مینګ وان ژو، د ضمانت په بدل کې آزادیدی شي که نه. د رسنیو د رپوټونو له مخې هغه پر دې تورنه شوې ده چې نوموړې هغه بندیزونه نقض کړي دي، چې متحده ایالاتو د ایران پر ضد لګولي وو.
د یمن په هکله د سولې خبرې اترې
د سویډن په ستاکهلم کې د ملګرو ملتونو په منځګړتوب د یمن د سولې په هکله مذاکرات پیل شوي دي. د دغه مذاکراتو د پیل په مراسمو کې د سویډن د بهرنیو چارو وزیري مارګوت والشتروم، د جګړې له ښکیلو اړخونو وغوښتل چې په یمن کې د وینې بهیدنې ته د پای ټکی کښیږدي. د یمن د کورنۍ جګړې له پیلیدو څلور کاله اوړی او تر اوسه په کې تر ۱۰۰۰۰ زیات انسانان وژل شوي دي.