مهم خبرونه په متن او انځور کې
د افغانستان پر پارلماني ټاکنو تاوتریخوالي خپل سیوری غوړولی وو، په تایوان کې د اورګاډي د اوښتو په پيښه کې ۱۷ تنه وژل شوي، سعودي عربستان ته د آلماني وسلو د صادراتو د درولو په هکله بحثونه...
د افغانستان پر پارلماني ټاکنو تاوتریخوالي خپل سیوری غوړولی وو
د شنبې په ورځ په افغانستان کې د بریدونو او مدیریتي ستونزو وروسته، په ځینو سیمو کې د یکشنبې په ورځ هم ټاکنې تر سره شوي. د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون په وینا د یکشنبې په ورځ هم لسګونه مرکزونه پرانیستي ول. د شنبې په ورځ د مرګ ژوبلې شمیر ۱۷۰ تنه یادیږي. د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د یکشنبې په ورځ هم په ټول افغانستان کې ۱۴۸ مرکزونه د امنیتي ګواښونو له کبله تړلي ول.
په ننګرهار کې د سړک د غاړې ماین یوولس تنه وژلي دي
په ننګرهار ولایت کې د یوې چاودنې له کبله یوولس ملکیان وژل شوي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي دي چې د اچین ولسوالۍ په مکړانه سیمه کې یو مني بس د سړک د غاړې پر ماین برابر شوی دی. د هغه په خبره په وژل شوو کسانو کې شپږ ماشومان شامل دی. د ملګرو ملتونو د یوه تازه رپوټ له مخې په افغانستان کې د جنورۍ میاشتې راهیسې ۲۷۸۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او نور ۵۲۵۲ تنه ټپیان شوي دي.
د وسلو له مهم تړون څخه د امریکا د وتلو په هکله د آلمان ناهیلي
د آلمان حکومت په دې هکله ناهیلي ښوولې ده چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ له روسیې سره د وسلو د یوه مهم تړون څخه ووځي. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت معین نیلس انن، د ټویټر په خپل پیغام کې د ترمپ پریکړه «تباه کوونکي» بللې ده. همداشان اپوزیسیون هم خبرداری ورکړی چې له تړون څخه وتل د اتومي جګړو خطر لوړوي. په عین وخت کې روسیې هم متحده ایالاتو ته له دغه تړون څخه د وتلو په هکله خبردرای ورکړی.
په تایوان کې د اورګاډي د اوښتو په پيښه کې ۱۷ تنه وژل شوي
په تایوان کې د یکشنبې په ورځ د اورګاډي د اوښتو په یوه پيښه کې لږ تر لږه ۱۷ تنه وژل شوي دي. د اړونده چارواکو په وینا د ایلان سیمې په شمال ختیځه برخه کې یو اورګاډی له پټلۍ اوښتې او بیا چپه شوی دی. د تایوان د اورګاډو شرکت د معلوماتو له مخې په پيښه کې ۷۰ تنه ټپیان شوي هم دي. پيښه د سیمې په وخت د مازیګر په څه کم پنځو بجو رامنځ ته شوې ده او د پيښې علت هم روښانه نه دی.
سعودي عربستان ته د آلماني وسلو د صادراتو د درولو په هکله بحثونه
سعودي عربستان تر سختو فشارونو وروسته تیره ورځ دا تائید کړه چې منتقد خبریال جمال خاشقجي په استانبول کې د دوی په قونسلګرۍ کې وژل شوی دی. سعودي عربستان ویلي چې نوموړی خبریال د قونسلګرۍ دننه په یوه فزیکي شخړه کې وژل شوی دی، خو په دې هکله سخت شک او تردید موجود دی. د آلمان د بهرنیو چارو د وزیر هایکو ماس له نظره اوسمهال باید سعودي عربستان ته د آلماني وسلو د صادراتو اجازه ور نه کړل شي.