مهم خبرونه له متن او انځور سره
مهم خبرونه له متن او انځور سره
د کیم جونگ نام، د قتل په قضیه کې دوه نور کسان نیول شوي دي
په مالیزیا کې د شمالي کوریا د واکمن کم جونگ اون د ناسکه ورور د قتل په تور پولیسو دوه نور شکمن کسان هم نیولي دي. ویل شوي دي چې په نیول شوو کې یوه ۲۸ کلنه اندونیزیایې او د هغې دوست دی. د چهارشنبې په ورځ د کیم جونگ نام، د قتل په تور یوه ۲۸ کلنه ښځې نیول شوې ده. له هغې سره ویتنامي اسناد موندل شوي. داسې گونگوسی دی چې دغه دواړه نیول شوې میرمني د شمالي کوریا د استخباراتي ادارې ایجنټانې وي.
د آلمان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ليدنه کتنه
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر زیگمار گبرایل په بون کې د جي -۲۰ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د رسمي غونډې تر پیلیدو دمخه له خپل چینیايي سیال وانگ یي سره لیدلي دي. ویل شوي دي چې د آلمان د سوسیال دیموکرات گوند سیاستوال زیگمار گبرایل په دغه ملاقات کې د آلمان او چین تر منځ د «ستراتیژيک شراکت» د رامنځ ته کولو خبره کړې ده. د نړۍ د مهمو اقتصادي قوتونو دغه غونډه دوې ورځنې دوام کوي.
آیا نتنیاهو به د هستوگنځایونو پر سیاست له سره کتنه وکړي؟
د امریکا متحدو ایالاتو له ولسمشر دونالد ترمپ سره تر ملاقات وروسته د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو ويلي دي چې هغه غوښتنه چې د استوگنځایو د جوړولو سیاست د نرمښت په برخه کې شوې ده، لږ تر لږه به د اردن سيند په لوېديځه غاړه کې د جوړوني په برخه کي غور پرې وکړي. اسرائیلۍ رادیو د حکومت د مشر له قوله ویلي دي چې تر اوسه اعلان شوي د هستوگنځایونو جوړول به تطبیق شي.
د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو استازي په آستانه کې د خبرو ملاتړ کړی
د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې د سوریې په هکله د نوو خبرو اترو د پیلیدو په درشل کې د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازی ستیفن دیمستورا د دغه کړکیچ د سوله ايز حل د هڅو غږ کړی دی. د تاس خبري آژانس د رپوټ له مخې دیمستورا د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سیرگي لاوروف سره د ملاقات پر مهال ویلي دي چې اوس هغه وخت رارسیدلی دی چې په سوریه کې د سیاسي پروسې د عادي کیدو له پاره تلاښونه پیاوړي شي.
لیبیا له ناټو څخه د امنیتي جوړښتنو په بیا رغاونه کې مرسته غوښتې
د لیبیا صدارعظم فایز السراج په خپل هیواد کې د امنیتي جوړښتونو د بیا رغاونې په برخه کې له ناټو څخه د مرستې غوښتنه کړې ده. د ناټو د وینا له مخې په دې برخه کې لومړی د سلا مشورو خبره مطرح ده. د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبېرگ د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې د یوې دفاعې غونډې په څنډه کې ویلي دي چې څومره ژر چې امکان ولري ناټو به په دې هکله بحثونه وکړي، چې څرنگه دغې غوښتنې ته رسیدگي کولای شي.