مهم خبرونه له متن او انځور سره
د سوریایي کډوالو د ویشلو په هکله خبرې اترې
له ترکیې څخه د سوریایي کډوالو د منلو په هکله چمتووالی ښایي بشپړیدو ته نزدې شوی وي. د آلمان د خبري آژانس د معلوماتو له مخې د اروپایي اتحادیې هیوادونه نن په لوکزامبورگ کې د راتلونکو څلورو میاشتو له پاره ښایي د مهاجرو د ویش پر اساسي معیار باندې توافق ته ورسیږي. دغه رپوټ زیاتوي چې آلمان به هره میاشت سل سوریایي مهاجر مني، چې دا مهال په ترکیه کې ژوند کوي.
ایکوادور د یوه کال له پاره مالیه لوړوي
د ایکوادرو حکومت غواړي چې د زلزلې وروسته د رامنځ ته شوو ویجاړیو د بیا رغاونې چارې په نورو سربیره د مالیو د لوړولو له لارې تمویل کړي. د دغه هیواد ولسمشر رفایل کوریا، اعلان کړی دی چې مالیه د یوه کال له پاره دوه سلنه لوړه کړای شي. شتمن کسان د یوه ځل له پاره ځانگړې مالیه ورکړي او کار کوونکي باید د یوې ورځې د مزد په اندازه پیسې ورکړي.
ناټو: روسیه لا هم په سوریه کې پیاوړی پوځي حضور لري
د ناټو د اټکلونو له مخې لا هم روسیه له یوې پیاوړې پوځي ډلې سره په سوریه کې حضور لري. د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبېرگ نن د پنجشنبې په ورځ په انقره کې وویل له سوریې څخه د روسي ځواکونو د یوې برخې د ایستلو د اعلان سربیره هم، روسیه د پخوا په څیر د «یوه پیاوړي پوځي حضور» سره د سوریې مشرتابه ملاتړ ته ادامه ورکړې.
لیرې پرتو سیمو کې د مهاجرو پر هستوگنولو غور
د آلمان حکومت اراده لري چې په راتلونکي وخت کې مهاجر پر هغو سیمو وویشي چې له جوړښتي لحاظه کمزوري دي. د آلمان د کرنې وزیر کریستیان شمدت د «فرانکفورتر الگمانیه څایتونگ» په نامه ورځپاڼې ته ویلي دي چې دی په دغسې ښارونو او لیرې پرتو کلیو او بانډو کې د مهاجرو میشت کولو ته د یوه چانس په سترگه گوري. هغه زیاته کړې ده چې یوه گټه به یې د خالي او ارزانو کورونو وي.
د بریتانیې د ملکې د زیږیدو ۹۰مه کلیزه
په بریتانیا کې د ملکې الیزابت دوهمې، د زیږیدو د ۹۰ کلیزې د لمانځمنې مراسم پیلیږي. هغه اوسمهال د نړۍ تر ټولو زړه ملکه ده او له ۶۴ کلونو راهیسې د زیاتې مودې راهیسې واکمنه ده. د یوې اوونۍ له پاره په پام کې نیول شوي مراسم د ویندسور په ماڼۍ کې له قدم وهلو څخه پیلیږي. له خپل خاوند فیلپ سره په گډه ملکه د ښار په مرکز کې قدم ووهي.