مهاجر د آلمان په ټولو ایالتونو کې د قبلیدو مساوی چانس نه لري | اروپا ته مهاجرت | DW | 13.10.2017
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

مهاجر د آلمان په ټولو ایالتونو کې د قبلیدو مساوی چانس نه لري

د حکومت تازه خپاره شوي معلومات ښيي چې عراقي مهاجر په بریمن کې د برلین په پرتله د قبلیدو ډیر چانس نه لري. په ایالتونو کې د قبلیدو متفاوتو چانسونو په آلمان کې د پناه غوښتنلیک د څیړنې څرنګوالي په اړه پوښتنې رامنځ ته کړې.

په آلمان کې د پناه غوښتنلیکونه په بیلابیلو ایالاتونو کې په متفاوت ډول څیړل کیږي. د جمعې په ورځ د حکومت د فونکه رسنیزې ډلې له خوا خپاره شوي معلومات ښيي چې په بیلابیلو سیمو کې د افغان او عراقي پناه غوښتونکو له پاره د منل کیدو چانسونه سره توپير لري.

د بیلګې په توګه د ۲۰۱۷م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په بریمن کې د عراقي پناه غوښتونکو له پاره د په اصطیلاح «محافظت ورکړې سلنه» ۹۶ وه. خو په برلین کې بیا په عین موده کې یوازي۵۰ سلنه عراقیانو محافظت ترلاسه کړی دی.

د افغانانو له پاره په دې موده کې د محافظت سلنه په برندینبرګ کې ۳۱ او په بریمن کې ۶۵ وه. د ایران د کډوال له پاره بیا دغه سلنه په بایرن کې ۳۸ او په بریمن کې ۸۵ سنله وه.

د سوریې کډوال بیا په ټول آلمان کې ۹۹ سلنه د منل کیدو چانس لري. د آلمان حکومت  تر هغه وروسته دغه معلومات خپاره کړل چې په پارلمان کې د کیڼ اړخه ګوند غړي اولا یلپکې، په دې اړه یوه څیړنه وکړه.

هغې د آلمان په بیلابیلو ایالتونو کې د مهاجرو د منل کیدو د چانس تر منځ د توپیر په اړه اندیښنه ښولې او ویلي یې دي: «له دې خبري انکار نه شي کیدای چې د آلمان د ایالتونو تر منځ د کډوالو د منل کیدو په برخه کې ډیر لوی توپیر موجود دی، پرته له دې چې کوم د باور کولو وړ دلیل ورته موجود وي.»

هغې د فونکه رسنیزې ډلې ته ویلي دي: «دا د منلو وړ نه ده چې په برندینبرګ او یا هم بایرن کې میشت افغان پناه غوښتونکي د هغو افغان پناه غوښتونکو په پرتله چې په بریمن کې دي، د محافظت د ترلاسه کولو او پاتېدو نیمایي چانس لري.»

زموږ له ارشیف څخه:

DW.COM