1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجرو ته باید د مسلکي زده کړو اسانتياوي برابري شي

۱۳۹۴ اسفند ۱۴, جمعه

د آلمان زرغون ګوند غواړي د مهاجرو له پاره مسلکي زده کړې ترلاسه کول آسانه کړي. دوی په دې اړه یوه طرحه وړاندي کړې ده چې وايي په مسلکي زده کړو بوختو کډوالو ته په آلمان کې د پاتیدو حق باید ورکړل شي.

https://p.dw.com/p/1I76O
انځور: Cucula/Verena Bruening

د آلمانۍ ورځپاڼي «فرانکفورتر روندشاو» د معلوماتو پر اساس د آلمان په پارلمان کې د زرغون ګوند غړي غواړي د ځوانو مهاجرو له پاره د مسلکي زده کړو د تضمین امکان برابر کړي.

ورځپاڼه د هغه سند حواله ورکوي چې د زرغون ګوند د جناح د ځوانانو د سیاست ویاندي بیاته والتر روزنهامر، د کار باراز له پاره له خپلی ګوندي ملګري بریته بوتمیر سره په شریکه چمتو کړی دی.

کډوالو ته د کار په بازار کې د پښې د ټینګولو په برخه کې د مرستې په موخه دغه ګوند وړاندیز کړی، چې مسلکي زده کړو ته د چمتووالي نیولو په ټوله موده کې او بیا وروسته د زده کړو پر وخت مهاجر دلته د اقامې یو مطمئن حق باید ولري.

که چیرې دغه مهاجر په آزموینه کې تر کامیابې وروسته د کار دایمي قرارداد ترلاسه کړي نو د پناغوښتني عريضې له نتیجې پرته بايد په آزاد ډول دوی وکولای شي په آلمان کې پرته له کوم محدودیت څخه د پاتېدو حق ولري.

بیاته والتر روزنهامر، په دې هلکه وویل: «مسلکي زده کړو ته د چمتووالي په موده کې ځوان مهاجرو ته د اقامې حق ورکول د دوی مسلکي زده کړو ته د راجلبولو له پاره هم ډیر مهم دي. او دوی ښايي د یوه عادي کار پر ځای تر مسلکي زده کړو وروسته کار کول غوره وګڼي.»

دا زیاتوي: «خپل مسیر ته د بدلون ورکولو دغه پر وخت چانس د ادغام سیاست له نظره هم اړین دی او د اقتصاد له پلوه هم پر ځای کار دی.» د نوموړې په خبره سربیره پر دې به مسلکي زده کړې ورکوونکي شرکتونه هم دا اندیښنه و نه لري چې زده کوونکې به یې د پنا غوښتنې دعوې تر نه منل کېدو وروسته خپلي زده کړې سر ته ونه رسولای شي.

د آلمان په پارلمان کې د زرغون ګوند د ګوندي ډلي د کار باراز مسئوله پوتمر دا طرحه «داسي یو وړاندیز وباله چې ځوانان یې نه شي ردولای.»

نوموړې زیاته کړه: «د مسلکي زده کړو تضمین چې زرغون ګوند یې لا د تیر کال په می میاشت کې د مهاجرو له پاره غوښتنه کړې وه، د راتلونکي له پاره پانګه اچونه او د ځوانو مهاجرو له پاره یو سګنال دی چې: څوک چې مسلکي زده کړې ترلاسه کړي نو د یوه مطئمن او آزاد ژوند څښتن به شي.»