1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م : په افغانستان کې بد وضعیت؛ ماشومان له لوږې مري

۱۴۰۰ آبان ۳, دوشنبه

د ملګرو ملتونو سازمان یوه لوړپوړي چارواکي خبرداری ورکړی دی چې که چیرته له افغانستان سره عاجلې مرستې و نه شي د ماشومانو په ګډون به په مليونونو افغانان له لوږې تلف شي. هغه وايي د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ دې آزاده شي.

https://p.dw.com/p/429PR
Afghanistan Kabul | Mädchen sitzt zwischen Betonbarrieren
کابل کې يوه ماشومه د کانکريټي دیوال بیخ ته په ځمکه ناسته ده - اکتوبر ۲۰۲۱ انځور: Jorge Silva/REUTERS

د خوراک نړیوال سازمان (WFP) اجرائیه مشر، ډيويډ بیئسلي، رويټرز خبري آژانس ته ويلي دي چې د افغانستان د شاوخوا ۳۹ میلیونه وګړو څخه ۲۲ اعشاريه ۸ میليونه يې د خوراکي موادو له سخت کمښت او د «سختې لوږۍ پر مخ روان دي.» هغه زیاته کړه چې یوازې ۲ میاشتې مخکې دغه شمیر ۱۴ میلیونه وو.

بيئسلي په دوبۍ کې وويل: «ماشومان د تلف کيدو په حال کې دي. خلک قحطۍ سره د مخ کیدو په حال کې دي. هر څه د ډير خرابیدو پر لور روان دي.»

هغه وايي که په کافي اندازه مرسته نه وي د دومره خلکو ژوند ته څنګه نجات ورکړل شي.

خو خلک څه وايي؟ سربلند مایار چې د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې ښوونکی دی د خپلې سیمې د وضعیت په اړه داسې وايي: «د خوراکي موادو بيې لوړې شوي، کار نشته، که چیرته وضعیت همداسې ادامه پیدا کړې ممکن خلک له سخت ناورین سره مخ شي، له بلې خو ژمی هم راروان دی.»

U.N. World Food Program Leiter - David Beasley
د خوراک نړیوال سازمان (WFP) اجرائیه مشر، ډيويډ بیئسليانځور: picture-alliance/MAXPPP/Kyodo

ښوونکی مایار وايي چې د طالبانو حکومت تازه د ښوونکو د يوې مياشتې معاشات حواله کړي دي، خو پر وینا يې له بانکونو يې اخیستل د مشتریانو د ډيرې ګڼې ګوڼې له کبله سخت دي.

هغه وايي چې اوس چې معاشات نشته دوکانداران او نانویان هم خلکو ته پور سودا نه ورکوي: «دوی پوهيږي چې ماموران او معلمین معاشات نه لري چاته قرض نه ورکوي. په دوکانونو کې يې ليکلي وي چې له قرض اخیستلو جدا معذرت غواړو.»

افغانستان په اګست میاشت کې د پخواني حکومت په نسکوریدو او واک ته د طالبانو په رسیدلو سره له بحران سره مخ شوی. دې سره جوخت ډيرو دونرانو هم له افغانستان سره چې پر بهرنيو مرستو متکي هیواد دی، خپلې د ميلیاردونو ډالرو په ارزښت مرستې درولي دي.

يو بل افغان ښوونکی الياس چې د کندز د علي اباد ولسوالۍ اوسیدونکی دی وايي چې نړیوال دې د افغانستان اوسني وضعیت د حل له پاره د طالبانو حکومت په رسمیت وپيژني. 

DW Investigativ Special zum Thema LGBTQ Menschen nach der Machtübernahme durch die Taliban
طالبان په اګست میاشت کې واک ته ورسیدل خو خو حکومت يې تر اوسه په رسمیت نه دی پيژندل شویانځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images

هغه وايي: «موږ د جامعې جهاني، خارجیانو نه غواړو چې د افغانستان د خلکو پیسې او کوم بندیزونه چې دي هغه آزاد کړي. خلک باید آرام ژوند ولري. افغانستان هم د جهان یوه برخه ده. نړیوال باید طالبانو سره تعامل وکړي او زموږ نوی حکومت دې په رسیمت وپيژني.»

ښوونکی الیاس وايي چې پخوا امنیت نه وو، د طالبانو په راتلو سره چې امنيت ښه شوی اقتصاد خراب دی. هغه وايي: «د امنيت په څنګ کې اقتصاد او کار و بار ډير مهم دی. موږ اقتصاد هم غواړو کار و بار هم غواړو او امنيت هم غواړو، دا زموږ حق دی.»

په افغانستان کې د لوږې بحران، حتی د طالبانو له تصرف څخه د مخه د اقليمي تغیراتو له کبله موجود وو. طالبان له نژدې دوو نیمو میاشتو راهیسې د افغانستان واک په لاس کې لري، خو حاکمیت یې لا تر اوسه په رسميت نه دی پيژندل شوی. اوس حکومتونه پر دې غور کوي چې له دغې ډلې سره څرنګه تعامل وکړي. دا په داسې حال کې چې د افغانستان په ميلياردونو شمتنۍ هم د طالبانو په راتلو سره کنګل شوې دي.

د خوراک نړیوال سازمان اجرائيه مشر وويل: «کوم څه چې موږ يې وړاندوینه کوو هغه زموږ له وړاندوينې څخه ډير ژر په حقیقت بدلیږي. کابل دومره چټک سقوط وکړ چې هيڅ چا يې فکر نه کاوه او همداسې اقتصاد هم له هغه څخه ژر د سقوط په حال کې دی.»

Arbeitslose in Kabul Afghanistan
«امنیت ښه شوی خو اقتصاد خراب شوی»انځور: DW

ډيويډ بیئسلي وايي، پراختیايي مرستو ته په نظر کې نیول شوي ډالر باید د بشري مرستو له پاره وړانديز شي، څرنګه چې ځينو هیوادونو دمخه دغه کار کړی دی او یا دا چې کنګل شوې مرستې دې د موسساتو له لارې اجرا شي.

هغه وايي: «که تاسو ناکنګل شوو مرستو ته لاسرسی پيدا کړئ کولای شئ خلکو ته ورباندې نجات ورکړئ.»

د ملګرو ملتونو د خوراک پروګرام پورې اړوندو موسساتو، د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو له پاره په میاشت کې تر ۲۲۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري. دا په داسې حال کې ده چې سوړ ژمی هم نژدې شوی دی.

د طالبانو تر تصرف وروسته چې بیکاري ډيره شوې او ډیرو خلکو ته معاشات هم نه دی ورکړل شوي، ډیری خلک خپل د کورونو سامان خرڅوي او ډوډۍ پرې اخلي.

په افغانستان کې اوس د لومړي ځل له پاره ښاري سیمې د خوراکي موادو د کمښت له لحاظه د کلیواليو سیمو په څير په ورته لیول کې قرار لري.

Afghanistan Alltag in Kabul
په کابل کې خلک د خپلو کورونو سامانونو خرڅوي او ډوډۍ پرې رانیسيانځور: Saifurahman Safi/Xinhua/picture alliance

الیاس وايي: «موږ د افغانستان د اوسني حکومت، اوسني نظام څخه غواړو چې د ښوونکو معاشات دې ورکړي.» هغه وايي نن ورځ دغه ستونزه ټول افغانان لري.

بيئسلي وويل وروسته له هغې چې يو شمیر ډونرانو ونشو کړای پر خپلو ژمنو عمل وکړي، د خوراک نړیوال پروګرام خپلو سرچينو ته مخه کړه تر څو تر دسمبر مياشت پورې غذايي مرستې تر پوښښ لاندې ولري. هغه وویل ممکن د دې اړتیا پیدا شي چې نورو هیوادونو ته د مرستو هدایت وشي.

مرستندویه سازمانونه له هغو هیوادونو څخه چې دا مهال د طالبانو تر حاکميت لاندې د بشري حقونو په اړه اندېښنې لري، غواړي چې د افغانستان د اقتصادي سقوط د مخنيوي له پاره له طالبانو سره تعامل وکړي. دغه راز اندېښنه ښودل شوې چې که وضعيت ته رسيدګي ونشي نو د مهاجرت بحران به رامنځ ته شي، لکه څرنګه چې په ۲۰۱۵م کال په سوريه کې رامنځته شو او ټولې اروپا ته يې ټګان ورکړ.

آ/م.ک.ص./ن.ز.