1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: نړۍ بايد د اوکراين د کړکيچ له کبله افغانستان هېر نه کړي

۱۴۰۰ اسفند ۲۵, چهارشنبه

د کډوالو په چارو کې د م.م. د عالي کمشنرۍ مشر ويلي چې پر اوکراين د روسیې بريد بايد د دې باعث نه شي چې نړۍ افغانستان له ياده وباسي. هغه خبرداری ورکړی چې د دغه هېواد د وګړو بشري اړتياو ته نه پاملرنه به ډېره خطرناکه وي.

https://p.dw.com/p/48Yx1
UNHCR Filippo Grandi PK zum Jahresbericht
انځور: Lev Radin/Pacific Press/picture alliance

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ مشر د سه شنبې په ورځ کابل ته رسېدلی دی، څو افغانانو ته ډاډ ورکړي چي د اوکراين پر جګړې سربيره چي له دوهمي نړيوالي جګړې وروسته په اروپا کي دغه شان انساني ناورين نه وو ليدل سوی، دوی هېر شوي نه دي. 

د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو کمېشنر فيليپو ګراندي پيغام د افغانانو له پاره ډېر اړين وو، ځکه دغه هيواد له هغه وخت راهيسي چي طالبان پکښې واک ته رسېدلي دي په ژور فقر کي ډوب دی.

تیر کال نړۍ وليدل چې په يوار له افغانستان څخه د ډېرو ځوانانو د وتلو پرمهال په کابل کي ځينو ځوانانو د پرواز په حالت کي په الوتکو پسې ځانونه ځوړند کړي ول چي ځيني يې راولوېدل او مړه شول. او اوس بيا هېښه پاته نړیواله ټولنه د دې شاهده ده چې له اوکراین څخه د مهاجرو شمېر ۳ میلیونو ته رسېدلی دی.

ګراندي د سې شنبې په ورځ له اسوشیتید پریس خبري آژانس سره په مرکه کې وویل چې د خپل سفر په جریان کې هغه حیران شو. هغه وویل پرمختګ شوی وو، حتی که د نړیوالو د پام راګرځولو له پاره هم وې. خو هغه یاده کړه چې په افغانستان کې بحران ژور دی. د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي وه چې د افغانستان د ۳۸ میلیونه نفوس په سلو کې ۹۶ سلنه یې کافي خواړه نه لري.

ګراندي په کابل کې د طالبانو له مشرانو سره وکتل او مخکي له دې چې د پنجشنې په ورځ بيرته له افغانستان څخه ولاړ شي پتېيلې ده چې کندهار او ننګرهار ولایتونو ته هم سفر وکړي. هغه ويلي دي چې د تيرکال په سپتمبر مياشت کي افغانستان ته د خپل وروستي سفر راهيسي یې پرمختګ لیدلی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کمېشنر فيليپو ګراندي وویل چې طالب مشران پر جوړښت او پراختیایې سیستم کار کوې او پر هغو ستراتیژیانو یې کار پیل کړی دی چې څه ډول کولی سې تودو مسلو ته د حل لاره ومومي او د جنګ لوری بدل کړې.

Afghanistan Kabul | Wirtschaftskrise | Schlange für kostenloses Brot
په افغانستان کې په دې وروستیو کې بې وزلي ډېره شوې ده انځور: Wakil Kohsar/AFP

ګرانډي وویل: »زه وینم چې دوی ډېري تجربې ترلاسه کړې دي.« هغه زیاته کړه چې د طالبانو د خبرو څخه یې تصور دا ځل بدل دی.« ګراندي زياته کړه چې د طالبانو غږ یې اوریدلی چې د نجونو د تعلیم د ملاتړ خبره کوي. دا وعده به و ازمویل شي.

د دې میاشتي په اخیر کې د طالبانو د نوې قوانینو د رامینځته کیدو سره سم د نجونو ښوونځي پرانیستل کيږي. هغه وویل چې طالبانو ورسره د اقلیتونو د حقونو په اړه خبرې کړې دي او په کاري ځواک کې د ښځو شتون خبره یې هم ورسره کړې ده. ګراندي وویل چې د دې ټولو ژمنو هر کلی کوې.

که څه هم چې دندو ته د ښځو د بيرته راګرځېدو ساحه محدوده، خو بیا هم د روغتیا او پوهنې په برخو کې کار ته راستنې شوي دي. اوس د کابل د نړیوال هوایي ډګر په ځینو برخو کې لکه د پاسپورت کنترول کې هم ښځو کار پیل کړی دی.

ګړاندي په عین حال کې له نړیوالې ټولنې څخه هم وغوښتل چې د افغانستان د نويو واکمنانو مسلې ته دي رسیدګي وکړي: »زه هیله لرم چې نړیواله ټولنه هم ريښتني پرمختګ او هم ښه نيت ته پام وکړي، ځکه چې دوی هم بايد د طالبانو پر لور ګام پورته کړي، که نه دا ارادې نه پوره کيږي.«

ګراندي وویل چې د طالبانو او نړيوالي ټولني له خوا ډېر کار ته اړتیا ده چې په افغانستان کې سوله ټينګه او د اوسني بشري ناورین څخه راووځې او د اقتصادي پرمختګ پر لور ولاړ سې. خو هغه خبرداری ورکړ چې پر بشري مرستو سربيره به »په دغه هیواد کې د ټولي بې وزلۍ، ټولي ناهیلي او ټولي لوږي بحران به ژر پای ته ونه رسیږي.«