ملګري ملتونه: افغانستان د خوارځواکۍ له بدترین زیاتوالي سره م
۱۴۰۵ اردیبهشت ۲۵, جمعه
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) مرستیال اجرایوي رئیس کارل سکاو، د ایکس شبکې په یوه پوسټ کي وویل چي افغانانو ډیري ستونزو ګاللي دي، خو تیري څو میاشتي زلزلې، سیلابونو، د منځني ختیځ د جګړې ټکان او له پاکستان سره د طالبانو ادارې د جګړې له امله د دوی له پاره په ځانګړي ډول سختې وې.
هغه وویل چي د جلال آباد په یوه کلینیک کي يې نا امیده میندې لیدلي دي چي د خوارځواکو ماشومانو له پاره چي ځانګړي خواړه ختم سوي وي، خالي لاسونه خاستي وې. هغه زیاته کړه: «موږ باید اقدام وکړو. د بودجې موندل او د پاکستان د پولې له لارې د نوو مرستو ترلاسه کول اړين دي.»
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته وویل چي که چیري د طالبانو رژیم او پاکستان ترمنځ جګړې او په ایران کي جګړې بیې او د ترانسپورت لګښتونه نه وای لوړ کړي، نو ملګري ملتونه کولی سوای په افغانستان کي د خوارځواکۍ له خطر سره مخ یو ميلیون اضافي ماشومانو ته خواړه ورکړي.
افغانستان په ۲۰۲۵م کال کي د یوې مرګونې زلزلې، د اقلیمي ناورینونو او له ایران او پاکستان څخه د میلیونونو افغانانو د ایستلو وروسته د خوارځواکۍ په پیښو کې د بې ساري زیاتوالي شاهد و.
«په افغانستان کې تر ټولو بده خوارځواکي»
کارل سکاو «په افغانستان کي د تغذیې بحران» په اړه خبري وکړې او زیاته یې کړه: «تیر کال [د خوارځواکۍ] زیاتوالی تر ټولو هغه بد وو چي موږ لیدلی دی. سږ کال بدتر دی.»
د خوړو نړیوال سازمان په جنوري مياشت کي اټکل وکړ چي د افغانستان تر اټکل شوي ۴۰ ميلیونه ډېر نفوس، پنځه ميلیونه ښځي او ماشومان به سږکال د خوارځواکۍ له ګواښونکي کچې سره مخ سي.
له ګاونډي پاکستان سره د افغانستان شخړي له اتو میاشتو راهيسي د دواړو هیوادونو ترمنځ د سرحدي لارو د بشپړ تړلو لامل سي، په داسې حال کي چي د ایران جګړې له امله نړیوال اقتصادي پایلو هم د خوراکي توکو او سونګ توکو بيي لوړي کړي او د مرستو د رسولو لړۍ یې ګډوډه کړې ده.
سکاو وویل: «که موږ د اکمالاتي زنځیر له ستونزو يعنی هم له ځنډ او هم له زياتو لګښتونو سره مخ سوي نه وای، موږ کولی سوای په افغانستان کي یو ميلیون اضافي ماشومانو ته خواړه ورکړو.»
هغه د مثال په توګه د افغان زده کونکو له پاره د زرګونو ټنو غني شویو بسکټونو یادونه وکړه چې د خوړو نړیوال پروګرام پلان درلود چې د پاکستان له لاري يې افغانستان ته انتقال کړي.
د پاکستان د سرحدي لارو له تړلو سره، د خوړو نړیوال پروګرام د دوبۍ او ایران له لاري اکمالات پيل کړل، مګر د ایران جګړې له پیلیدو سره، دغه سازمان اړ سو چي د سعودي عربستان، ترکیې، ګرجستان او ترکمنستان په ګډون له اوو هیوادونو په تېرېدو سره مواد ترلاسه کړي.
سکاو وویل: «په پلان کي وه چي [د مرستې توکي] باید په دې اونۍ کې راسي، خو ... میاشتې یې ونیولې. دا موږ ته ډیر لګښت درلود.»
د مالي سرچینو کمښت
له بلي خوا د بسپنې راټولول ستونزمن سوي دي، او د خوړو نړیوال پروګرام سږ کال د افغانستان له پاره د اړتیا وړ پیسو په یوازي اته سلنه راټولولو توانیدلی دی.
سکاو د هغو ښځو اوږده صفونه یاد کړل چي د خپلو خوارځواکه ماشومانو له پاره د خوراک برابرولو له پاره د افغانستان په ختيځ کي يوه لېري کلينيک ته ورغلې وې، خو هغوی ته منفي ځواب ورکړل سو.