مشرانو جرگې د ولسي جرگې پریکړه رد کړه
۱۳۹۲ دی ۳, سهشنبهسره له دې چې ولسي جرګې د روان لمریز کال د لیندۍ پر ۲۵مه نېټه په دې اړه د ولسمشر تقنیني فرمان د رایو په اکثریت سره رد کړی وو خو مشرانو جرګې د سې شنبې ورځې په عمومي غونډه کې دغه فرمان په لږ تعدیل سره تایید کړ.
ویل کیږي چې د محمد داوودخان د واکمنۍ پر مهال د هندوانو او سیکانو نیږدې درې سوه زره کورنۍ د افغانستان په بیلابیلو لویو ښارونو او سیمو کې اوسېدې، خو اوس دا شمېره د وروستیو جنګ جګړو او بې وزلیو له امله ۷۰۰ ته راټېټه شوې ده.
د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار، وویل چې په نورو هیوادو کې هم د ملت جوړونې په موخه لږه کیو ته د قانون جوړونې په بنسټونو کې ونډه ورکړل شوې او اړینه ده چې په افغانستان کې هم د ولسواکۍ د پلي کیدو په موخه دغه اصل په پام کې ونیول شي.
د مشرانو جرگې د سه شنبې ورځې غونډې په اتو مخالفو رایو سره د ولسمشر هغه فرمان تایید کړ چې له مخې یې د افغانستان سیکانو ته په پارلمان کې یوه څوگۍ ځانگړې شوې ده.
اوس چې مشرانو جرګې د ولسي جرګې پر خلاف د ولسمشر دغه فرمان ته د تایید رایه ورکړې نو د قانون له مخې په دې اړه پریکړه د ملي شورا دواړو خونو ګډ کمیسیون ته سپارل کیږي.
د قانون پر بنسټ که چیرې دغه ګډ کمېسیون هم د مشرانو جرګې پریکړه ومني نو هندوانو او سیکانو ته د څوکۍ ورکولو ماده به د ټاکنو په قانون کې ځای کړای شي.
په مشرانو جرګه کې د هندوانو او سیکانو استازې انار کلي هنریار، د مشرانو جرګې د پریکړې هر کلی وکړ خو وېې ویل چې باید ګډ کمسیون هم په دې برخه کې عادلانه پریکړه وکړي. هغې زیاته کړه: «زه هیله لرم چې [فرمان به] له دغه کمېسیون څخه هم د تایید رایه ترلاسه کړي او یوه عادلانه پریکړه به وکړي او که چیرې دا رد شي زه فکر کوم دا به یوه غیر عادلانه پریکړه وي.»
د ولسي جرگې د پریکړې غندل
په همدې حال کې د مدني ټولنې یو شمېر بنسټونو هم د سې شنبې په ورځ په کابل کې د ولسي جرګې هغه پریکړه وغندله چې له مخې یې هندوانو او سیکانو ته په پارلمان کې د یوې څوکۍ د ورکولو په اړه د ولسمشر کرزي فرمان رد شوی دی.
د افغانسان د هندوانو او سیکانو سرتاسري شورا مرستیال رویل سنګ، د مدنې ټولنې د بنسټونو غونډې ته وویل: «د ولسي جرګې هغو وکیلانو زموږ د ستونزو په هوارې کې مرسته نه ده کړې چې په تیرو ټاکنو کې مو ورته رایې ورکړې وې.»
رویل سنگ خبرداری ورکړ چې که چیرې د دوې غوښتنې په پام کې ونه نیول شي نو افغانستان به پریږدي. د ښاغلي سنګ په وینا زورواکانو یې ځمکې او د هستوګنې کورونه غصب کړي خو تر دې دمه یې چا غږ نه دی اوریدلی. هغه وویل: «زموږ زیاته اندازه ځمکې، کورونه او دوکانونه په تیرو جګړو کې نیول شوي جعلي قوالې یې تیرې شوې دي چې دا ټول د افغانستان د زورواکانو کار دي.»
ده زیاته کړه چې په افغانستان کې یې آن مړو ته سپکاوی کیږي چې دا ستونزې یې په ولسي جرګه کې یوازې د هغوی خپل استازي راپورته کولای شي.