مسي له خپل کوچنې افغان مينه وال سره په دوحه کې ولیدل | افغانستان | DW | 13.12.2016
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

افغانستان

مسي له خپل کوچنې افغان مينه وال سره په دوحه کې ولیدل

د لیونل مسي شپږ کلن افغان مینه وال مرتضی احمدي، وتوانید چې د بارسلونا د فوټبال له دغه ستوري سره په دوحه کې له نږدې څخه وويني.

د افغانستان د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ دغه ماشوم هغه وخت د لیونل مسي د کوچني مینه وال په نوم شهرت وموند چې د خریدارۍ له پلاستیکي کڅوړې څخه یې ځانته کميس جوړ او پر هغه یې د مسي ۱۰ شمیره ولیکله. د هغه دغه انځورونه په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس شول، او بالاخره په خپله لیونل مسي ته ورسید.

وروسته تر دې چې مسي د خپل دغه مینه وال څخه خبر شو، خپل یو کمیس او توپ یې لاسلیک کړ او مرتضی احمدي ته یې د سوغات به توګه افغانستان ته ولیږه.

لیونل مسي د سه شنبې په ورڅ (د دسمبر میاشتې په ۱۳) په دوحه کې د قطر له الاهلي لوبډلې سره د یوه دوستانه لوبې په څنډه کې له نږدې ولیدل. مسي په خپل تویتر پاڼه کې دغه لیدنه تائید کړې او په قطر کې د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام د سیالیو سازمان ورکونکي کمیټی د دغه ملاقات ویډیو په تویتر کې خپره کړی.

کې د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام د سیالیو سازمان ورکونکي کمیټی په خپل تویتر پاڼه کې لیکلي دي: «بالاخره له خپل اتل لیونل مسي سره د دغه شپږ کلن افغان مينه وال د ملاقات خوب په حقیقت بدل شو.»

مرتضی او کورنۍ لږه موده  وروسته تر هغې چې د مسي په کوچني مینه وال یا کوچنی مسي مشهور شو مهاجر شول. د مرتضی کورنۍ ویلي وو چې د ګواښونو له امله د هیواد پریښودو ته اړ شوي دي او په پاکستان کې د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ ته یې د پناهندګۍ عریضه ورکړی ده.

اعلان