1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

مخبر د ایران د اجرائیه قوې مشر شو

۱۴۰۳ اردیبهشت ۳۱, دوشنبه

د ایران مذهبي مشر علي خامینه يي، په دې هیواد کې د ولسمشر رئیسي د مړیني له کبله پنځه ورځې ملي ماتم اعلان کړی او د هغه لومړی مرستیال محمد مخبر، یې د ایران د اجرائيه قوې د موقت مشر په توګه ټاکلی دی.

https://p.dw.com/p/4g43S
Iran Mohammad Mokhber
انځور: Iranian Vice-Presidency/AFP

اوس نو ایران ۵۰ ورځې وخت لري چې ټاکنې تنظیم کړي او د رئیسي، ځای ناستی وټاکي. د ایران د رسمي خبري آژانس په حواله خامنه یي، په یوه اعلامیه کې ویلي دي: «زه پنځه ورځي عمومي ماتم اعلانوم او د ایران له عزیزو خلکو سره خپله غمرشریکي څرګندوم.»

په اعلامیه کې زیاته شوې ده: «مخبر به د دولت اجرائیه څانګه مدیریت کوي او مسؤلیت لري چې د هیواد له قضائیه او مقننه قوې له مشرانو سره همغږي وکړي ترڅو په حد اکثر پنځوسو ورځو کې نوی ولسمشر انتخاب شي.»

د ایران د اساسي قانون د ۱۳۱ مادې له مخې، باید یوه پنځه کسیزه شورا چې پکې د ولسمشر لومړی مرستیال، د پارلمان مشر او د قضائیه قوې مشر شامل دي باید د نویو انتخاباتو شرایط برابر کړي.

پاکستان د رئیسي تر مړینې وروسته یوه ورځ ماتم اعلان کړی