1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

متقي: غواړو په راتلونکې کې یو متوازن سیاست ولرو

۱۴۰۰ دی ۱۹, یکشنبه

د طالبانو د حکومت خارجه وزیر امیرخان متقي وايي له خپل ايراني سيال او نورو ایراني چارواکو سره يې پر مهمو موضوعاتو غږیدلي او تمه يې ښودلې چې نتایج به يې هم ښه وي. هغه په راتلونکې کې د یو متوازن سیاست درلودلو یادونه کړې ده.

https://p.dw.com/p/45Ju2
Iran | Taliban-Delegation zu Besuch in Teheran
انځور: khabaronline.ir

متقي په یوه غږيز پیغام کې چې د طالبانو مرستیال ویاند، بلال کريمي پر ټويټر خپور کړی وايي چې ایران ته يې د خپل سفر پر مهال، له ایراني لوري سره پر سياسي، امنيتي، تجارت، نفتي موادو او د ترانزيت برخو کې خبرې کړي دي. متقي د خپلو خبرو په یوه برخه کې وايي: «زموږ کوشش دا دی چې د سيمې له هیوادونو سره خصوصاً ګاونډيو هیوادونو سره اړيکې ښې وي...او افغانستان د سیمې هیوادونو له پاره د منځنۍ او سويلي آسیا تر منځ د اتصال ذریعه وګرځي.»

د طالبانو خارجه وزیر همدارنګه د يو متوازن سیاست یادونه هم کړې ده: «موږ غواړو چې افغانستان په آينده کې یو داسې متوازن سیاست ولري چې چا سره په ټکر کې رانشې او کړنې يې د چا په ضد او د چا په ګټه تعبیر نه شي.»

Afghanistan Kabul | Mawlawi Amir Khan Muttaqi, Außenminister Übergangsregierung
امیرخان متقيانځور: Bilal Guler/Anadolu Agency/picture alliance

امیرخان متقي وايي چې ایران سره د ترانزيت پر مسئله هم خبرې وشوې تر څو له ځينو هیوادونو څخه مواد، د ایران له لارې افغانستان ته داخل کړل شي او همدارنګه ایران هم وشي کړی د افغانستان له لارې د مرکزي آسیا هیوادونو سره تجارت ولري.

زیاته شوې چې ایران ته د طالبانو د حکومتي پلاو په چوکاټ کې د افغانستان د اقتصاد، تجارت، د مهاجرو د چارو، معادن او صنایع، کورنیو چارو، سرحداتو او د المپيک کميټې معینان او استازي مل دي او زیاته شوې چې هر چارواکي له خپل سیال ایراني لور سره پر اړوندو مساېلو خبرې کړي دي.

طالبان د تیرکال په اګست کې له افغانستانه د امریکايي قواوو په وتلو واک ته ورسيدل، خو تر اوسه يې حکومت په رسمیت نه دی پيژندل شوی. خو په دې موده کې د دوی لوړپوړې چارواکي تر ځینو هیوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډيو هیوادونو سره کتنې درلودلې دي.

ځينې داسې رپوټونه هم ورکړل شوي دي چې ګواکي ایراني چارواکو ایران ته د تلو طالب چارواکو او د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې له ځينو څيرو سره د خبرو اترو زمينه سازي کړې ده، خو متقي په دې اړه په خپلو خبرو کې څه نه دي ويلي او افغان رسنیو په حواله د مقاومت جبهې ځینو غړو هم دغه خبرونه رد کړي دي.