1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مالکي د پوځ قوماندانان له دندو گوښه کړي دي

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۳ خرداد ۲۸, چهارشنبه

په عراق کي د ياغيانو پرمختگ ته په کتو سره د دغه هيواد لومړي وزير نوري المالکي پتېيلې ده چي د پوځ ډير لوړپوړي قوماندانان له دندو گوښه کړي. د داعش وسله واله ډله اوس بغداد ته نژدې له حکومتي ځواکونو سره جنگيږي.

https://p.dw.com/p/1CKtV
انځور: Reuters

نينا خبري آژانس د نوري المالکي د حکومت په حواله خبر ورکړی دی چي د عراق پوځ څو تنه لوړپوړي چارواکي له پوځ څخه د وتلو په حال کي دي. د دغو لوړ پوړو قوماندانانو د گوښه کېدو علت په خپلو دندو کي پاته راتلل او ماته خوړل ښوول سوی دی.

د رسمي معلوماتو له مخي لومړي وزير نوري المالکي پر نورو سربيره د نينوی ولايت پوځي قوماندان هم له خپلي دندې گوښه کړی دی. دغه ولايت څو ورځي دمخه لومړی ولايت وو چي په بشپړه توگه د داعش وسله والي ياغي ډلي په کنترول کي سو. د داعش ډله اوس له دغه لايت څخه د بغداد پرخوا د پرمختگ په حال کي ده.

په بعقوبه کي ياغيان پرشا تمبول سوي

د بغداد په ۶۰ کيلومترۍ بعقوبې ښار کي پوځ ادعا کوي چي هغه سيمي چي د لنډ وخت له پاره د ياغيانو په کنترول کي سوي وي تر سختو نښتو وروسته بيرته حکومتي ځواکونو نيولي دي. د امنيتي ځواکونو او روغتون د چارواکو په خبره په دغو نښتو کي د پوليسو پر يوه مرکز باندي په يرغل کي نزدې ۴۴ تنه بنديان وژل سوي دي.

پوليسو دغه راز ويلي دي چي د سامرا ښار ته نزدې يې د ۱۸ تنو پوليسو جسدونه موندلي دي چي پر سر او ځيگر باندي په مرميو ويشتل سوي دي. دا لا تراوسه پوري معلومه نه ده چي دغه کسان په جنگ کي وژل سوي دي که اعدام سوي دي.

ايراني داوطلبان غواړي په عراق کي وجنگيږي

بله خوا بيا د بعقوبې ښار ته نژدې د ايران د «آل احد» تلويزيوني شبکې يو کمره مين وژل سوی او د هغه خبريال ټپي سوی دی. د دغي تلويزيوني شبکې د معلوماتو له مخي دغو ژورناليستانو د داعش وسله والي ډلي په اړه راپورونه ورکول. دغي ډلي په تيرو څو ورځو کي بې له نينوی ولايت څخه د درو نورو ولايتونو ځني برخي په خپل کنترول کي راوستلي دي.

اوس ويل کيږي چي نزدې ۵۰۰۰ ايرانيان په عراق کي د جنگېدلو له پاره داوطلب حاضر سوي دي. د ايران د «تابناک» انترنيت پاڼي د راپور له مخي دغه کسان وروسته له هغه په عراق کي جنگ ته داوطلب حاضر سول چي دوی ته ويل سوي ول چي په عراق کي د سنيانو له خوا د شيعه گانو پر زيارتونو باندي يرغلونه کیږي.

پر جگړې سربيره د نفو صادرات ډېرېدل

د عراق په ډيرو سيمو کي له ناکراريو سره سره د دغه هيواد په شمال کي کردانو خودمختاره سيمه غواړي چي د نفتو د صادراتو کچه لوړه کړي. اوس له دغي سيمي څخه د ورځي ۱۲۵۰۰۰ بېرله نفت صادريږي خو دوی غواړي چي دغه کچه د روان کال ترپايه پوري د ورځي ۴۰۰۰۰۰ بېرلو ته لوړه کړي. د کردانو د خامو موادو وزير آشتي هورامي په لندن کي ويلي دي چي امکان لري چي تر جولای مياشتي پوري د نفتو صادرات دوه برابره کړي.

د کردانو د سيمو او په بغداد کي د حکومت ترمنځ له مياشتو راهيسي له دغي سیمي څخه د نفتو د صادراتو پر سر خبري اتري رواني دي. بغداد غواړي چي د خامو موادو صادرات په خپل کنترول کي راولي، په داسي حال کي چي خودمختاري سيمي غواړي له بهرنيو شرکتونو سره خپله قراردادونه وکړي.