1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لويه جرګه: امنيتي تړون دي ژر لاس لیک سي

نجيب الله زيارمل۱۳۹۲ آذر ۳, یکشنبه

د مشورتي لويي جرګې په څلورمه ورځ د پنځوسو کمېټو رييسانو له امريکا سره د امنيتي تړون په اړه افغان حکومت ته خپلي مشورې وړاندي کړې. تر اوسه پوري تقريباً ټولو د تړون د ژر لاس ليک غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/1AN7v
انځور: MASSOUD HOSSAINI/AFP/Getty Images

د مشورتي لويي جرګې تقريباً ټولو غړو (۲۵۰۰) په پنځوسو کمېټو کي دوې ورځي د کابل او واشنګټن ترمنځ امنيتي تړون د متن پر ټولو مادو باندي سلا مشورې وکړې او نن د هري کمېټي رييس د جرګې ګډونوالو ته خپل نظرونه وړاندي کوي.

د دغو دوو ورځو په جريان کي د مشورتي لويي جرګې اکثره وکيلان له امريکا متحده ايالاتو سره د امنيتي تړون له متنه سره موافق ول. خو د تړون ۱۳ ماده چي په هغه کي راغلي دي چي امريکايي ځواکونه دي د افغانستان له قضايي سيستم څخه خوندي پاته سي جنجالي وه. خو وروسته بيا د رايو په اکثريت سره بيرته دغه موضوع حل او ومنل سوه.

نن د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د نوومبر۲۴) د مشورتي لويي جرګې په څلورمه او وروستۍ ورځ د ۵۰ کمېټو رييسانو د خپلو کمېتو په استازيتوب وړانديز وکړ چي له امريکا متحده ايالاتو سره دي تړون ژر تر ژره لاس لیک سي.

په پام کي ده چي د ټولو کمېټو د رييسانو له خوا تر وړانديزونو وروسته به د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنيتي تړون په اړه د مشورتي لويي جرګې له خوا يو متن جوړ او افغان حکومت ته وسپارل سي.

د مشورتي لويي جرګې ګډونوال په داسي حال کي له ولسمشر حامد کرزي څخه د واشنګټن سره د امنيتي تړون د ژر لاس لیکولو غوښتنه کوي چي د شنبې په ورځ د امريکا متحده ايالاتو ګواښ وکړ چي دغه تړون د روان مېلادي کال تر پايه پوري لاس لیک نه سي دوی به له دغه جنګ ځپلي هيواد سره خپلي حياتي مرستي وځنډوي.

د امريکا متحده ايالاتو د دې خبرو په غبرګون کي د افغان ولسمشر حامد کرزي وياند له دويچه ويله سره په يوه ځانګړې مرکه کي وويل چي دوی ته د امريکا متحده ايالاتو له خوا هر ډول ضرالاجل د منلو نه دی او داچي دوی د دغه امنيتي تړون د لاس ليکولو له پاره خپل شرطونه لري.

ايمل فيضي وويل چي افغان ولسمشر حامد کرزي د امریکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو له وزير جان کېري سره د جمعې په ورځان ماښام په يوه تليفوني تماس کي خپل شرطونه داسي وړاندي کړل: «د تړون تر لاس ليکولو مخکي بايد د افغانانو پر کورونو باندي د خارجي ځواکونو حملې بندي سي، د سولي په پروسه کي امريکا له افغانستان سره خپله صادقانه همکارۍ پيل کړي او افغانستان ته بايد د امریکا له خوا دا ضمانت ورکړل سي چي شفاف انتخابات به ترسره کیږي.»

په پام کي ده چي ولسمشر کرزی به په خپله وينا کي د جرګې ګډون کوونکو ته دا خبره روښانه کړي چي ولي د تړون تر لاس لیکولو مخکي د دغو شرطونو منل مهم دي، او دا چي ولي افغانستان دغه تړون تر انتخاباتو وروسته لاس ليکول غواړي.