له شین څراغ سره حرکت او سور سره توقف ـ د ترافيکي اشاري څراغ ۱۵۰ کلن شو
څو لسيزې کيږي چې ترافيکي څراغونه پر سړکونو لارويان او په موټرو کې له سپرو سره مرسته کوي چې د يو بل په ژبه ښه پوه شي.
جان پیک نایت -د ترافیکي اشارې لومړنې اختراع کونکې
د پوليسو هغه افسر چې ۱۵۰ کاله پخوا يې لومړی څراغ ولګاوه د چاودني له کبله سخت ټپي شو. ځکه د رڼا د توليد له پاره يې له ګاز څخه کار اخيستې وو. خو اوس په هغه ځاي کې چې چاودنه شوې وه پر يوه زرغون رنګه تخته د ترافيکي اشارې څراغ د اختراع کوونکي د يادون درناوي کوي. د هغه نوم جان پيک نایت وو.
د لارښودنې برقي څراغ
تر چاودنې وروسته نور د خبرداري ورکولو د نخښو کوم څرک نه لیدل کيده او د لندن سړکونه ۵۰ کاله له ترافيکي څراغونو څخه بې برخې ول. تر څو چې په پاي کې د لارښووني برقي څراغ په ۱۹۱۴م کال کې د امريکا د هايوي ايالت په کلیولند ښار کې فعال شو. د۱۹۲۰م کال په لومړيو کې د ترافیکي لارښودنې څراغ په اروپا کې هم بريا ته ورسید.
په برلين کې لومړی ترافيکي څراغ
په برلین کې په ۱۹۳۰م کال کې ترانسپورتي ليږدونکي وسايل د ترافيکي اشارو په لارښودنه په شک سره پر سړکونو روان ول. د هغه مهال پورتنې عکس،چې د پوتسدام په ميدان کې د لارښودنې برج ښيې.پولیس به پر دغه برج کښيناسته او د لاس په اشارو سره به يې لیږدونکي وسایلو موټر چلونکو ته لارښودنه کوله.دا د آلمان لومړنۍ ترافيکی اشاره ده.
په برلين کي د لارښوونې برج
د برلين په پوتسدام ميدان کې ډيره موده تر ټولو مشهور او پيژندل شوی د لارښووني څراغ موجود وو.
سورـ ژړـ شين
د ترافيکي لارښودنې لومړی څراغ يوازي له دوه اشارو سور او زرغون سره جوړ شوې وو. په ۱۹۲۰م کال کې د برقي څراغونو په منځ ته راتلو سره ژړ رنګ هم د دغو دوو رنګونو تر منّځ ځاي پيدا کړ.
په خپل سر چلونکي سره د ترافيکي اشارې اړیکه
د ترافيکي څراغونو د فعاليت وړتيا د ډيريدو په حال کې ده. د بيلګې په توګه ترافيکي څراغونه په ځينو سړکونو کې موټر چلوونکو ته ښيې چې له بې ځايه توقف څخه تر ټولو مناسب سرعت کوم دې. دغه کار هم د چاپيريال ساتنې او هم د موټر چلوونکي له اعصابو سره مرسته کوي.
د لاسي تليفونونو يا مبايل کاراخيستونکو له پاره د لارښووني اشارې
د ترافيکی لارښووني څراغونه يوازي په لوړو سیمو کي نه نصبيږي، بلکې له هغې څخه ګټه اخیستنه د زمکي پر مخ هم ممکنه ده. د زمکې پر مخ ترافيکي اشارې په حقيقت کې د لارویانو د امنيت ساتني په موخه دې چې له سړک څخه د تيريدنې پر مهال يې سترګې پر خپلو مبايلونو وي.
د ترافيکي لارښوونې په څراغ کې نڅيدونکي الويس پريسلي
. ترافیکي اشارې څراغونو څخه کيداي شي د تيرو خاطرو يادونه وشی. په اوس وخت کي د آلمان په فریدبرګ ښار کې د راک موسيقي سلطان د نقلیه وسايلو تګ راتګ قوانینو رول ټاکي. الويس پريسلي په ۱۹۵۰م کال کې په دغه ښار کې د سربازۍ دوره تيره کړي. سړی کولای شي په دې ورځو کي د هغه انځور د فريدبرګ ښار د ترافيکي اشارو پر څراغونو وګوري.
بتهوفن څراغ د آلمان په بن ښار کې
د آلمان په بن ښار کې چې د لودویک فون بتهون د زيږدني ښار دی، د لارښووني ترافيکي اشارو څراغونه د بتهوفن په انځور سره سينګار شوی. په عادې توګه د لارښووني څراغونه د پاروني او کله د غصي سبب کيږي. د شميرو له مخې هر دويم آلماني د خپل د عمر دوه اونۍ د څراغونو شاته تیروي.